Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر: طالبان دې له پاکستان سره خپل مناسبات روښانه کړي

له هغې دوه ورځې وروسته کله چې افغان حکومت پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر په تړاو ملګرو ملتونو سازمان ته شکایت وکړ، ولسمشر غني وايي طالبان دې له پاکستان سره خپل مناسبات روښانه کړي.

ولسمشر غني د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره په هغې لیدنه کې چې د یک‎شنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۸مه نېټه) ترسره شوه، ټینګار وکړ چې له ترهګرو ډلو سره دې هم د طالبانو اړیکې روښانه کړل شي:« طالبان دې له پاکستان او پاکستان دې له طالبانو سره خپلې اړیکې واضح کړي چې پر کوم اساس استوارې دي، د دې ترڅنګ دې له تروریستي شبکو او جرمي او حرام اقتصاد سره د طالبانو اړیکې هم معلومې شي.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې ولسمشر غني له خلیلزاد سره پر یوې نوې کاري تګلارې هم هوکړه کړې چې له مخې به یې مالومات شریک او د مشخصې اجنډا په اړه به دوامداره مشورې او د هغو په رڼا کې به اقدام کېږي.

ولسمشر غني له خلیلزاد سره په لیدنه کې ویلي دي چې له امریکا متحده ایالاتو سره د افغانستان اړیکې ټینګې شوې دي.

په همدې حال کې ښاغلي خلیلزاد ويلي دی چې د امریکا موخه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو ترڅنګ له ‌‌‌ډيپلوماټیکو لارو د تلپاتې سولې لپاره د هڅو زیاتوالی دی، ترڅو د دواړو هېوادونو ګټې خوندي او ترڅنګ یې هڅه کوو د جګړې لګښت کم شي.

ده زیاته کړې چې امریکا د وتلو لپاره د لارې په لټه کې نه ده او هڅه کوي چې افغانستان کې سوله تامین شي:«زموږ موخه په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت دی.»

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي څرګنده کړې چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د سولې په پروسه کې د لیدلورو توپیر نشته.

هغه زیاته کړې چې د سولې په برخه کې هڅې هیله بښونکې دي.

خلیلزاد وړاندې ویلي:«موږ له طالبانو سره په ډېرو غونډو کې پر څلورو موضوعګانو لکه له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو پر څرنګوالي، د امریکایي عسکرو حضور، له افغان حکومت سره پر مستقیمو مذاکراتو او سرتاسري هراړخیز او دایمي اوربند بحث کړی او تر هغې چې پر څلورو واړو موضوعګانو هوکړه نه وي شوې، دې ته پرمختګ نه شو ویلای. د اوربند مسئله او افغان حکومت سره خبرې تر ټولو مهم موضوعات دي، ټول مسایل له یو بل سره تړاو لري او ټول تصمیمونه به د افغان حکومت په محوریت نیول کېږي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې ښاغلي خلیلزاد د سولې مشورتي جرګې له جوړولو ملاتړ کړی دی. ټاکل شوې چې دا جرګه د کب میاشتې په وروستیو کې جوړه او د سولې په تړاو په کې بحث وشي.

ولسمشر غني له خلیلزاد سره په لیدنه کې ویلي دي چې له امریکا متحده ایالاتو سره د افغانستان اړیکې ټينګې شوې دي

شریک یي کړئ