Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني:سوله باید ټول شموله او خلک چورلیزه وي

ولسمشر اشرف غني وايي چې د سولې خبرې باید ټول شموله او خلک چورلیزه وي نه نخبه چورلیزه.

ښاغلي غني چې المان کې د مونیخ امنیتي غونډې په یوې مرکه کې وینا کوله، وویل چې په افغانستان کې تلپاتې سوله شونې ده.

په ورته وخت کې ولسمشر غني له بي بي سي سره په مرکه کې هم ټينګار کړی چې افغانستان نه شي کولای د سولې خبرو او اترو له بهیره څنډې ته شي.

هغه زیاته کړه:«یوه ډېره ساده موضوع ده. هغوی کولای شي د افغانانو له هرې ډلې سره هوکړه وکړي، افغان حکومت څنډې ته کېدای نه شي.»

بل پلو د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د مونیخ غونډې په څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې وایي چې افغانستان به هېڅکله له هغو قربانیو تېر نه شي چې د ازادۍ، واکمنۍ او شته ارزښتونو لپاره یې ورکړي دي.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دې اړه وویل:«ټول پوهېږي چې موږ خپل حاکمیت ډېر جدي نیسو، زموږ ګاونډیان هم پوهېږي خو ځيني وخت دا هېروي او فکرو کوي چې کولای شي پرمختګ وکړي. افغانستان هغه هېواد نه دی چې اختراع شوی وي، یو ملت دی چې جوړ شوی دی.»

 بل پلو پاکستانۍ رسنۍ رپوټ ورکوي چې ټاکل شوې ده د طالبانو استازي په اسلام آباد کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري، محمد بن سلمان به د یکشنبې پر ورځ اسلام ته ولاړ شي او دوه ورځي هلته پاتې شي.

تر دې وړاندې طالبانو اعلان کړی چې د دې ډلې استازي به د روان ز کال په اتلسمه په پاکستان کې د امریکا له استازو سره وګوري، وروسته به طالب استازي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم وګوري.

اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي چې د افغانستان کړکېچ  پوځي حل لار نه لري او بین الافغاني خبرې یوه اړتیا بولي، نوموړی ټینګار کوي چې طالبان او افغان حکومت بالاخره باید سره کېښني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې اړه څرګنده کړه:«له افغانستان او امریکا نه زموږ دوستانو له موږ نه دوه تمه لرلې :یوه دا چې پر طالبانو له خپل نفوذ نه په کار اخیستنې سره هغوی د خبرو میزته راولئ .

دا غوښتنه پر ځای شوه . هغوی د خبرو میز ته راغلي او خبرې یې پېل کړي دي . ځینی پرمختګونه هم تر لاسه شوي دي . بله تمه دا وه چې داسې پلاوی رامنځته شي چې د خبرو واک ولري ؛ اوس هغه پلاوی چې جوړ شوی دی باصلاحیته دی او او په ابوظبۍ او دوحې کې خبرې شوي دي . بله غونډه به په اسلام آباد کې وي او د فبروري میاشتې په پنځه وېشتمه به په دوحه کې بیا غونډه وي.»

اخوا د اروپا د بهرني سیاست مسووله له ولسمشر غني سره په خبرو کې د سولې د خبرو لپاره د یوه ټول شموله پلاوي پر جوړښت ټینګار کوي او په دې تړاو یې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره هم لیدلي دي.

شریک یي کړئ