Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني د افغان سولې په اړه د اروپايي ټولنې له دریځه هرکلی وکړ

ولسمشر غني نن سې‎شنبې(د وري په ۲۰ مه) په یوې خبرپاڼه کې د افغان سولې په اړه د اروپايي ټولنې له دریځه هرکلی وکړ او دا یې هېواد کې پایېدونکې سولې ته د رسېدو لپاره مهمه وګڼله.

ښاغلي غني وویل چې اورپايي ټولنه په بېلابېلو هېوادونو کې د سولې هوکړه‎لیکونو د تضمین په برخه بریالۍ تجربې لرلې دي.

د دوشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې د افغانستان د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې یې د نه ستنېدو وړ وبللې.

د اروپايي ټولنې د برنیو چارو وزیرانو د لوګزامبورګ په غونډه کې که‎څه هم د افغان سولې له بهیره یې خپل ملاتړ اعلان کړ، خو ټینګار کوي چې دا بهیر باید د تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو له هغې ډلې د ښځو او لږکیو د حقونو  په پام کې نیولو سره مخ ته ولاړ شي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسووله فډریکا موګیریني په دې اړه وویل:«اروپايي ټولنه لېواله او چمتو ده چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ وکړي. هیله ده چې دا بهیر راتلوونکې اوونۍ په قطر کې پیل شي. موږ د تېر په څېر د افغان چارواکو له مشروع سیاستونو ملاتړ کوو."

د دې ناستې په پایله کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو یو پرېکړه لیک خپور کړ چې په کې لاندې ټکو ته نغوته شوې ده.

۱ـاروپايي ټولنه وړاندیز کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دې مخامخ خبرې هر څه ژر پیل شي.

۲ـ اروپايي ټولنه چمتو ده، څو د سولې د هغې هوکړې له عملي کېدو، چې په کې د تېرو کلونو سیاسي، ټولنیزې، اقتصادي او نورې لاس‌ته راوړنې خوندي وي، ملاتړ وکړي.

۳ـ که‎چېرې د جګړې ښکېل لوري وړاندیز وکړي، اروپايي ټولنه چمتو ده چې د سولې هوکړې د تضمین په برخه کې مهم رول ولوبوي.

اروپايي ټولنې همدا ډول د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو په رڼو، ټول ګډونه او معتبرو ټاکنو پر ترسراوي تاکید کړی چې باید په د روان زیږدیز کال په لړ کې وشي. دې ټولنې ټاکنې د باثباته افغانستان لپاره مهمې بللې دي.

د اروپايي ټولنې د برنیو چارو وزیرانو د لوګزامبورګ په غونډه کې که‎څه هم د افغان سولې له بهیره یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

شریک یي کړئ