Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر غني له مایک پنس سره ولیدل

ولسمشرغني (شنبې د سلواغې په ۲۷مه نېټه) د مونیخ د غونډې په څنډه کې د امریکا متحده ایالتو د ولسمشر له مرستیال مایک پنس سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ښاغلی پنس وايي چې امریکايي او افغان ځواکونو جګړه د طالبانو خوا ته ورماته کړه او وروسته طالبان خبرو ته حاضر شول.

ده وړاندې وویل:« له دې چې طالبان د خبرو میز ته راغلي دي خوښ شوي یو ؛ موږ ددغو پرمختک او په هغو کې ستاسو او ستاسو د حکومت د ونډې اخیستو ته سترګې پر لاره یوو.»

ولسمشر غني د دې غونډې په څنډه کې د ناروې د لومړي وزیر ایرناسولبرګ او د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلا مرکل سره هم لیدنې درلودې.

 د رپوټونو له مخې مرکل له افغانستان او سوریې نه په بیړه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو خبرداری ورکړ.

ولسمشر غني له مایک پنس سره ولیدل

ولسمشر غني د امریکا د ولسمشر مرستیال سره په لیدنه کې د افغانانو په مشري او مالکیت د سولې پر بهیر ټینګار کړی دی

شریک یي کړئ