کابل ښار کې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ پر وزارت له برید یوه ورځ وروسته، ولسمشر غني نن یکشنبې (د غوايي په لومړنۍ نېټه) دغه وزارت ته ولاړ.
هغه په دغه وزارت کې په خپله وینا کې، د تېرې ورځې برید د ترهګرو د زبونۍ او بزدلۍ بېلګه وبلله او وې ویل چې دغه ډلې له امنیتي ځواکونو سره د جګړې وس نهلري په همدې دلیل ولسي وګړي ډال کوي.
تېره ورځ څلور بریدګرو د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ پر وزارت برید وکړ او څه باندې پنځه ساعته یې له امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړه.
په دغې نښته کې، اوه تنه وژل شوي او کابو لس تنه نور ټپيان شوي دي.
ولسمشر کهڅه هم د کومې ډلې نوم نه اخلي، خو د دغه برید له عاملانو څخه یې وغوښتل چې سولې ته غاړه کېږدي او د هغه په وینا له افغان امنیتي ځواکونو سره یو ځای د بهرنیو دښمنانو په وړاندې ودرېږي.
هغه وویل د افغانستان جګړه سیاسي حل لاره لري خو ډلې هېواد کې پر جګړې ټینګار کوي؛ هغه جګړه چې د هغه په وینا افغانانو ته هېڅ ګټه نهلري.
له دې ټولو سره ښاغلي غني زیر وکړ چې په نږدې راتلوونکي کې په افغانستان کې به شرایط بدلون وکړي.
هغه د خپلې وینا په بله برخه کې، له امنیتي ځواکونو چې د تېرې ورځې جګړه یې شنډه کړه، مننه وکړه او وې ویل چې دا ځواکونه به وستایل شي.