Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وچکالۍ څه باندې ۲ مېلیون تنه ځپلي دي

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، وايي چې وچکالۍ څه باندې ۲ مېلیونه تنه ځپلي دی.

نجیب اقا فهیم چې نن (شنبې د تلې په ۲۱ مه) کابل د طبیعي پېښو د کموالي د نړیوالې ورځې په مراسمو کې وینا کوله، وویل چې د دغې وچکالۍ لمن د هېواد ۲۲ ولایتونو ته پراخه شوې او د دغو ولایتونو اوسېدونکي یې اغېزمن کړي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم په دې اړه وویل:« له طبیعي پېښو او وچکالۍ سره د مبارزې لپاره، ګډې مبارزې او یووالي ته اړتیا ده، چې له هغه سره د مبارزې لپاره ټول له یو بل سره د همکارۍ او مرستې لاس ورکړي.»

ښاغلی فهیم وايي چې دم‎ګړۍ د وچکالۍ له امله ۲۵۰ زره تنه د غور، فاریاب او بادغیس له ولایتونو بې‎ځایه شوي او د هرات، قلعه نو او فېروز کوه په ښارونو کې په لنډمهاله پنډغالو کې اوسېږي.

هغه زیاته کړه:« په بادغیس ولایت کې ۱۸ زره کورنیو ته د مرستندویه موسسو له خوا مرسته شوې ده. ټاکل شوې ده چې د څه باندې ۳۰ زره نورو کورنیو سره هم مرسته وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې، د ملګرو ملتونو سازمان هم د هغه څه په اړه چې له افغانستان سره د بشرپالو مرستو کموالی بللی وه، اندېښنه څرکنده کړې وه. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازي ګواښ کړی وه په هغو شرایطو کې چې افغانستان له وچکالۍ سره مخ دی، دغه هېواد ته بشرپاله مرستې کمې شي، د تېرو ۱۷ کلونو لاسته راوړنې به له منځه ولاړې شي.

شریک یي کړئ