د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د ترکمنستان د ګازو نلیکې لېږد چې د «ټاپي» پر پروژې شهرت لري، د هغه کار نن په ترکمنستان کې بشپړ شو او دا نللیکه رسماً د افغانستان خاورې ته راننوته.
ټاپې په افغانستان کې له مهمو اقتصادي پروژو څخه ده؛خو د دغې پروژې د امنیت خوندیتوب د دغې پروژې د عملی کېدو لپاره له مهمو موضوعګانو څخه شمېرل کېږي.
که څه هم چې دغه پروژه دافغانستان له ناامنه سیمو تېرېږي خو ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې د دغې پروژې د امنیت د خوندیتوب لپاره یې ځانګړي پلانونه جوړ کړي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د مرستیال ویاند دواخان مینهپال په دې اړه وايي:«هغه څه چې په افغان امنیتي ځواکونو پورې اړه لري، دا ځواکونه په بشپړه توګه د دغې پروژې د امنیت د تامین لپاره چمتووالی لري.»
د ټاپي پروژه د افغانستان لپاره زیات اقتصادي ارزښت لري. د ټاپي پروژې پر بنسټ به د څه باندې ۷۵۰ کیلو مټرو په اوږدوالي د ګازو نللیکه له افغانستانه تېره شي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې دغه پروژه د افغانستان راتلونکې لپاره ډېره حیاتي ده او هغوی د پاکستان او دوه نورو هېوادونو ګډون ته په نغوتې سره وايي چې ټاپي کولای شي د دغو هېوادونو لپاره ګډې ګټې تعریف شي او د هغه پر بنسټ په سیمه کې امنیت تامین شي.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش په دې اړه څرګنده کړه:«بې کارۍ تر ډېره کم وي، د کرنې، صنعت او انرژۍ په سکټورونو کې، افغانستان ته غوره اقتصادي چانسونه رامنځته کوي.»
ولسمشر غني په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې په پرانستغونډه کې د دې پروژې پر اقتصادي، سیاسي او امنیتي ارزښت خبرې وکړې.
ښاغلي غنی څرګنده کړه:«د لید لوري د بنسټ ډبره مو کېښوده چې د هغه په پایله کې موږ له بې وزلۍ، بې کارۍ، توندلارۍ، او ناامنۍ سره ګډ دریځ نیسو.»
د تاپي پروژه له یو شمېر نا امنو سیمو تېرېږي او د امنیت ساتلو کار یې هم ډېر مهم دی.
د تاپي د ګازو نللیکه د هرات له کشک، انجیل، ګذرې ، ادرسکن او شینډنډ ولسوالیو د فراه له بالابلوک او بکوا ولسوالیو د نیمروز له دل ارام ولسوالۍ د هلمند له واشیر او نهر سراج ولسوالیو او د کندهار له میوند ، ژیړۍ ، ارغنداب ، دامان او سپین بولدک له ولسوالیو تېرېږي.
اخوا طالبان هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي دوی چمتو دي د اړتیا پر مهال د تاپي پروژې له امنیت سره مرسته وکړي.
د طالبانو په وینا د دې پروژې طرحه د هغوی د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وه. طالبان زیاتوي د دې پروژې ډېره برخه له هغو سیمو تېرېږي چې د دوی تر ولکې لاندې ده.