Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ به د افغانستان په اړه له خپلو امنیتي چارواکو سره وویني

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن (جمعه د زمري په ۲۵مه) له خپلو لوړپوړړو امنیتي چارواکو سره د افغانستان په اړه لیده کاته وکړي.

سي ان ان په یوه رپوټ کې لیکلي چې دا لیدنه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپيو، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون، د امریکا له دفاع وزیر مارک اسپر او د امریکې له لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ سره به وشي.

د سي ان ان په رپوټ کې راغلي چې افغانستان او له طالبانو سره د امریکې د سولې پروګرام چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یې له څو میاشتو راهیسې پرې کار کوي او تېره اوونۍ له طالبانو سره د خبرو اترو اتم پړاو پای ته ورسېد، د دغې لیدنې اصلي چورلیز وي.

سي ان ان ته سرچینو ویلي چې د امریکا د سولې پروګرام پر بنسټ، له افغانستانه به د امریکې یو ستر شمېر ځواکونه به بهر شي، او په افغانستان کې د دغو ځواکونو شمېر له ۱۵ زره اتو او یا هم نهو زرو ته راکم شي.

سي ان ان د سرچینو پر حواله ویلي چې ټاکل شوې سوله د (اګسټ په نولسمه) یعنې د زمري په اته ویشتمه د امیریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک به هم لاسلیک شي.

شریک یي کړئ