سپينه ماڼۍ له طالبانو سره د هوکړهلیک د لاسلیک کولو لپاره د پرمختګ له ټینګار سره وايي چې تېره شپه د دغې هوکړهلیک په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او سلاکارانو ناسته یې ډېره ښه وه.
ټرمپ په دغې غونډه کې له خپل، مرستیال، د ملي امنیت له سلاکار، د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو، د امریکا له لوی درستیز، د سي ای اې له رییس، او د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او هغوی د افغانستان د وضعیت او له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه هغه ته مالومات ورکړل.
سپینې ماڼۍ په یوې خبرپانه کې ویلي چې دا خبرې اترې له طالبانو سره د روانو مذاکراتو او له طالبانو او افغان حکومت سره د سولې او پخلاینې د هوکړهلیک وروستي کېدو ته متمرکزې وې.
له دغې لیدنې وروسته، ډونلډ ټرمپ په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي کهچېرې شونې وي، د نولس کلنې جګړې دواړه مخالف لوري، د یوې هوکړې په لټه کې دي.
د سولې هوکړهلیک لاسلیک کېدو ته د امریکا او طالبانو له نږدې کېدو سره، تمه کېږي چې امریکا له افغانستانه خپل یو ډېر شمېر سرتېري بهر کړيږ