Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ د افغانستان په اړه یو ځل بیا خپلې جنجالي څرګندونې تکرار کړې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د جمعې په ورځ (د زمري په ۱۱مه) په یو خبري ناسته کې د افغانستان په اړه خپلې جنجال زېږنده څرګندونې تکرار کړې او وې ویل که‎چېرې غوښتي وای، کولای شول په دوه، درې او یا هم څلورو ورځو کې افغانستان کې بریا ترلاسه کړي؛ خو نه غواړي چې لس مېلیونه تنه ووژني.

هغه زیاته کړه که‎چېرې داسې شوي وای، نو ډېری بې ګناه کسان به وژل شوي وای.

هغه څرګنده کړه چې د افغان سولې له خبرو اترو سره هم‎مهاله ډېر پرمختګونه شوي او امریکا به په دغه هېواد کې خپل ځواکونه کم کړي. 

له دې مخکې هم ټرمپ څو اوونۍ مخکې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په لیدنه کې همدا ډول څرګندونې کړې وې چې د افغانانو له سخت مخالفت سره مخامخ شوې وې.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ زیاته کړه که‎چېرې داسې شوي وای، نو ډېری بې ګناه کسان به وژل شوي وای.

شریک یي کړئ