Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرمپ: له طالبانو سره د سولې خبرې مړې شوې دي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سې‎شنبې پر سهار (د وږي په ۱۹مه) وویل چې له طالبانو سره د سولې خبرې «مړې» شوې دي.

ښاغلي ټرمپ چې دوه ورځې مخکې په ډېویډ کمپ کې له طالبانو سره د پټې لیدنې په اړه خبر ورکړ، وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پای ته ورسېدې.

ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرو په اړه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل:«هغه مړې دي، هغه مړې دي، تر کومه ځایه چې زه پوهېږم، هغه مړې دي.»

هغه زیاته کړه له ۱۸ کلونو جګړې وروسته، له طالبانو سره یوې هوکړې ته د رسېدو او له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو لپاره اوږد مهاله هڅې منسوخې شوې. 

هغه له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه څرګنده کړه:«غواړو چې بهر شو، خو په مناسب وخت کې به بهر شو.»

د یکشنبې په ورځ ټرمپ په خپله ټوېټر پاڼه اعلان وکړ چې له طالبانو سره د سولې خبرې او غونډې په افغانستان کې تر یوه ځانمرګي برید وروسته چې په هغه کې یو امریکایی سرتېری ووژل شو لغوه کړې.

طالبان او امریکا یو او بل د دغو خبرو د درولو په اړه ګرم بولي.

په ورته‎مهال سي‎ان‎ان رپوټ ورکوي چې په ډېویډ کمپ کې له طالبانو سره د ټرمپ د پټې لیدنې د لغوه کېدو اصلي لامل له دغې لیدنې سره د هغه د مرستیال مایک پنس او همدارنګه د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن مخالفت و.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابو یو کال په نهو پړاوونو کې له طالبانو سره خبرې وکړې، هغه له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې له طالبانو سره په اصولو کې هوکړې ته رسېدلي دي او ډېر ژر به ولسمشر ټرمپ په دې اړه پرېکړه وکړي.

د سې‎ شنبې پر سهار، ټرمپ په خپلو نویو ټوېټونو کې د افغانستان په اړه لیکلي، «چې په تېرو څلورو ورځو کې، پر دښمن مو سخت بریدونه کړي، حتا د تېرو لسو کلونو په پرتله ډېر.»

هغه همدارنګه د خپل مرستیال او د ملي امنیت سلاکار په اړه د سي ‎ان ان رپوټ رد کړی دی.

بلخوا، یوه لوړپوړي امریکايي جنرال رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې شونې ده د طالبانو په وړاندې پوځي عملیات زیات شي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کنټ مک، افغانستان ته د خپل سفر په لړ کې ویلي چې طالبانو د وروستیو مرګونو بریدونو سره له هغې ډلې تېره اوونۍ کابل کې ځانمرګی برید چې هغه کې یو امریکایی سرتېری ووژل شو، غواړي د سولې خبرو کې امتیاز ترلاسه کړي، دې خبرو ته زیان رسولی دی.

هغه چې د بګرام په وايي اډه کې وینا کوله، وايي په افغانستان کې مېشت امریکايان به ترهګرو ته اجازه ور نه کړي چې په جګړه بریالي شي.

هغه د دې په پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طالبانو پر ضد په راتلوونکو عملیاتو او هوايي بریدونو کې به له افغان ځواکونو سره به امریکايي ځواکونه هم شامل وي؟ وویل د ترهګرو په وړاندې به له پراخې غوسې استفاده وشي او د پوځي اقداماتو هر ډول زیاتوالی به د طالبانو د بریدونو له چټکتیا سره مطابق وي. 

امریکا ډم‎ګړۍ په افغانستان کې کابو ۱۴ زره ځواکونه لري چې د هغوی ډېری افغان امنیتي ځواکونو ته په روزنې او مشوروې ورکونې بوخت دي.

ټرمپ زیاته کړه له ۱۸ کلونو جګړې وروسته، له طالبانو سره یوې هوکړې ته د رسېدو او له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو لپاره اوږد مهاله هڅې منسوخې شوې. 

شریک یي کړئ