د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وايي اداره یې د طالبانو په ګډون له افغان ډلو سره د «رغنده» مذکراتو په حال کې ده او اوس د سولې لپاره د هڅو وخت دی.
نوموړي چې چهارشنبې (د سلواغې په ۱۷مه نېټه) د امریکا کانګرس ته خپله دوهمه کلنۍ وینا کوله زیاته کړې چې له طالبانو سره به خبرې اترې دوام ولري، څو امریکا وتوانیږي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم او له ترهګرۍ سره پر مبارزې تمرکز وکړي.
ټرمپ څرګندوي:«موږ نه پوهېږو چې آیا هوکړې ته به ورسیږوـ خو په دې پوهېږو چې له دوو لسیزو جګړې وروسته اوس مهال د سولې د هڅو وخت رارسېدلی دی. مقابل لوری هم غواړي همدا کار ترسره کړي.»
هغه وړاندې وايي:«مقابل لوری هم ډېر خوشاله دی چې له موږ سره مذاکره وکړي.»
د امریکا ولسمشر زیاتوي ۱۹ کاله وشول چې امریکايي عسکر په افغانستان او عراق کې جګړه کوي او کابو اووه زره امریکايي سرتېري وژل شوي دي او له ۵۲زرو زیات یې سخت ټپیان شوي دي او له اوو تریلیون ډالرو ډېرې پیسې پر دې جګړو لګول شوې دي.
هغه همداراز وویل:«د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه نوماند په توګه، له لوړ غږ سره ما جدي پرېکړه وکړه. لوی ملتونه د بېپایله جګړو لپاره مبارزه نه کوي.»
ټرمپ ټینګار کوي کله چې ولسمشرۍ ته ورسيد داعش په عراق او سوریه کې کابو ۲۰ زره میاله خاوره په واک کې درلوده، خو موږ دوه کاله مخکې کابو ټوله خاوره د دې «خونخوارې» ډلې نه آزاده کړه.
د ټرمپ په خبره چې امریکا او متحدان یې د داعش ډلې د پاتېشونو د له منځه وړو په حال کې دي او ویې یې د ی چې له سوریې نه خپلو«زړه ورو» ځواکونو ته ښه راغلاست ووايو.
د ټرمپ په وینا چې امریکايي سرتېرو له «غرور» سره مبارزه کړې او د دوی د «زړه ورتیا» په پار اوس کولی شي چې د «خونړیو او اوږدې» جګړې پایه لپاره سیاسي لار ولټوي.