Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ وايي پاکستان زموږ لپاره هیڅ کار نه دی کړی

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یو بهرني تلویزون سره خبرو کې د پاکستان او امریکا تر منځ د اړیکو په اړه غوڅې خبرې کړې دي. 

هغه چې افغانستان ته د سفر نیت يې هم ښکاره کړ، خو دقیقه نېټه يې ونه ښوده، وویل پاکستان زموږ لپاره هیڅ نه دي کړي: «موږ پاکستان ته چې اسامه بن لادن پکې ژوند کاوه، په کال کې یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه ډالر ورکول، ما دا پیسې ځکه پر پاکستانیانو بندې کړې چې هغوی زموږ لپاره هیڅ کار نه کاوه، ان یو معمولي کار يې هم زموږ لپاره نه کاوه.»

سره له دې چې نوموړي پر پاکستان د پوځي مرستو د بندېدو ملاتړ کړی، خو د ولسي جرګې ځينې غړي وايي امریکا په رښتونې توګه د پاکستان پر وړاندې ګام نه اخلي. 

د ولسي جرګې د کورني امنیت مرستیال عبدالحی اخندزاده په دې اړه وویل: «پر پاکستان تر اوسه نه کوم فشار راوړل شوی اونه يې په سیاست او ستراتېژي کې له افغانستان سره کوم بدلون راغلی دی.»

ډونالډ ترمپ چې تر دې وړاندې يې هم د پاکستان پر وړاندې ورته څرګندونې کړې، خو د ولسي جرګې د غړي په وینا عملي نه شوې. 

د دې جرګې غړی داود کلکاني وايي: «د ښاغلي ټرمپ اعلان شوې ستراتېژي یوه ښه ستراتېژې وه، خو د تطبیق په برخه کې يې جدي پام ونه شو.»

د ولسي جرګې بل غړی غلام سرور فایض بیا بېل نظر لري، هغه وايي چې د امریکا روان حکومت د نورو په پرتله د پاکستان پر وړاندې روښانه دریځ لري. 

هغه زیاته کړه: «د امریکا نوی حکومت له تېرو سره پر پرتله د پاکستان اړوند روښان او غوڅ دریځ لري.»

په یاده مرکه کې ډونالډ ټرمپ دا هم ویلي چې د خپل حکومت په دوران کې به لومړی ځل عراق او افغانستان سفرونه وکړي، خو په وینا يې د ناامنۍ له امله يې کره نېټه نه‌شي په ډاګه کولی.

پر پاکستان د امریکا د مرستې د بندېدو له دې اعلان سره جوخت، د هغه هېواد لومړی وزیر عمران خان عربي متحده اماراتو ته د مرستې په تمه خوځېدلی.

پاکستاني رسنۍ وايي، تمه کېږي چې عربي متحده امارات به شپږ میلیارده ډالر مرسته ورکړي، چې تر دې وړاندې عربستان هم د همدومره مرستې ژمنه کړې وه او چین هم ویلي چې له پاکستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستې نیت لري. 

دغه هېواد چې په افغانستان کې د حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد د جنګېدونکو ملاتړی ګڼل کېږي، په سختو اقتصادي ستونزو کې را ګير بلل کېږي. 

شریک یي کړئ