Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پارلماني ټاکنو کې د پراخو درغلیو په اړه د حکمتیار اندېښنه

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار(نن سې‎شنبې د وږي۲۰مه) خبرې ناسته کې یو ځل بیا په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د احتمالي درغلیو په رابطه خپله اندیښنه څرګنده کړه.

ښاغلی حکمتیار وایي، د ملي یووالي حکومت د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د خپلو کسانو په ګمارلو سره د درغلیو بنسټ ایښی دی.

نوموړی د پېژاند پاڼو د ویش او د سټکېرونو د لګولو بهیر له درغلیو ډک ګڼي او وایي، پر میلیونونو پېژاندپاڼو جعلي سټېکرونه لګول شوي دي.

د حزب اسلامي مشر زیاتوي، د ملي یووالي حکومت په قصدي ډول ۶ میلیون کډوال، ۲ میلیون بې ځایه شوي او د ناامنیو سیمو ۴ میلیون اوسیدونکي په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې له ګډون نه محروم کړي دي.

ده زیاته کړه:«دولت د تقلب اراده لري او ونه غواړی چې ټاکنې رڼې تر سره شي. یو شمېر سیمې نا امنه شوې دي تر څو په کې ټاکنې ترسره نشي.»

حکمتیار همداراز د ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار وکړ.

وړاندې یې وویل:« موږ غواړو چې پارلمان کې د هر چا سهم څرګند ووسی او ملاتړي ولري. او نه غواړو چې نوم لیکنه دي بیا وشي او مخکې دې لغوه شي، نومونه یې لیکلي او له فلتره تیر کړي، خو غواړو چې رایه اچونه دې بایو متریک شي. نوماندان دي هم وی او دا تغیر هم نه غواړو او غواړو چې هر ګوند پورې اړوند کسان په فهرست کې تنظیم شي او د مستقل دې هم یوه فهرست کې راشي.»

داپه داسې حال کې ده چې سیاسي ګوندونو تراوسه هم د ټاکنو په ورځ درایو ورکونکو د بایومتریک پر تثبیت ټینګار کوي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند غړی، همایون جریر تېر ورځ وویل:«د افغانستان اسلامي حز ټاکنې په هېڅ صورت نه تحریم کوي موږ د ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کوو  او د ګوندونو پر ګډو غوښتنو ټينګار کوو.»

ښاغلی حکمتیار وايي چې د ټاکنو ترسره کېدو پر ځای بل هېڅوک بدیل غوره نه بولي او وايي چې ټاکنې په رڼې توګه باید ترسره شي

شریک یي کړئ