د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون نن (سېشنبې د تلې په ۳ مه) د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت عمومي رییس د کابل-واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون پر سر د بیاکتنې د بحث د څرنګوالي په موخه دې کمېسیون ته وربللي وو.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړو د امنیتي بنسټونو له مشرانو سره د درېیو ساعتونو لپاره په سري توګه خبرې اترې وکړې.
د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړي وايي چې د امنیتي بنسټونو چارواکي دي په هرو شپږو میاشتو کې باید له امریکا سره د امینتي تړون د مادو د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه دغه کمېسیون ته رپوټ ورکړي، خو دا کار په منظمه توګه ترسره نه شو.
د ولسي جرګې غړی قادر ځاځی په دې اړه وايي:«دوی باید موږ ته خپل شپږمیاشتنی رپوټ راولېږي، خو رالېږلی یې نه دی. ټاکل شوې ده چې راتلوونکې اوونۍ یې راواستوي.»
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون ځينې نور غړي وايي چې په دغه ناسته کې هغوی له امنیتي چارواکو څخه د امنیتي وضعیت د لاخرابېدو څرګندونې واورېدې.
په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازی ګل پاچا مجیدي وايي:«دوی په غونډه کې وویل چې دا تړون د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره دی نه د جګړې لپاره.»
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر له امریکا سره د امنیتي تړون د بیا کتنې په اړه د ولسي جرګې د غوښتنې په غبرګون کې وویل، دغه تړون د هېواد په ګټه ده.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک څرګنده کړه:«دا تړون زموږ په ګټه دی، خو د ولسي جرګې غړو پوښتنې لرلې او د هغه په بندونو کې ابهام موجود وه پوښتنې یې وکړې او موږ ځواب ورکړ.»
اوس ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون، له امریکې سره د امنیتي تړون په اړه، د امنیتي چارواکو د رپوټونو له څېړنې دوه اوونۍ وروسته، د څېړنې پایلې او جزییات به د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې ډاګیز شي.