Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان د طالبانو د ډلې دوه نورغړي له بنده خوشې کړل

پاکستان ملا صمد ثاني او صلاح الدین په نامه د طالبانو دوه غړي له بنده خوشې کړې دي.

اسوشیتد پرس د طالبانو د دوو قومندانانو په حواله لیکي، د طالبانو په رژیم کې د مرکزي بانک رئیس ملا صمد ثاني او د صلاح الدین په نوم د دغې دلې یو ټيټ پوړی قومندان د پاکستان له لورې له بند نه خوشې شوي دي.

د طالبانو دغه دوه غړي، سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي، زلمي خلیل زاد د دویم سفر پر مهال خوشې شوې دي.

که څه هم پاکستان تر دې دمه په دې اړه څه نه دې ویلي، خو دې هېواد د ښاغلي خلیزاد د لومړي سفر پر مهال د طالبانو یو مهم غړی ملا برادر له بنده خوشې کړ.

اسلام اباد وایي، ملا برادر د واشنګتن په غوښتنه او د افغانستان د سولې په بهیر کې د پرمختګ په پار له بنده خوشې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې روانې میاشتې( د لړم ۶مه نېټه) افغانستان کې د پاکستان سفارت له بند نه د طالبانو ډلې بنسټ اېښودونکی ملا عبدالغني برادر او د یادې ډلې پخوانی قومندان ملا صمد ثاني خوشې کېدل تائيد کړي وو.

 یاد سفارت طلوع نیوز ته ویلي وو چې ملا برادر او ثاني د سولې بهیر سره د مرستې په موخه د پاکستان د ژمنو پر بنسټ خوشې شوي دي او اسلام آباد د افغانانو په مشرۍ سولې ته ژمن دی.

پخوانی لوړپوړی طالب چارواکی ملا عبدالغني برادر (چهارشنبه، د لړم دویمه) په پاکستان کې له زندانه خوشي شو.

د طالبانو دغه دوه غړي، سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي، زلمي خلیل زاد د دویم سفر پر مهال خوشې شوې دي

شریک یي کړئ