Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پخوانی پوځي زلمی وردګ کابل کې وژل شوی

د کورنیو چارو وزات پخوانی جنرال او د سیاسي او امنیتي چارو شنوونکی زلمی وردګ په کابل کې د جمعې ورخې د کهیځ د دوو بجو په شاوخوا کې په مرموزه توګه وژل شوی دی.

زلمي وردګ په پوځي برخه کې امریکا کې زده کړې کړې وې له دې مخکې د ناقانونه وسلو د راغونډولو (ډایاک) پروګرام سلاکار او رییس په توګه کار کاوه او د حکومت یو نقد کوونکی هم وه.

د ښاغلي وردګ زوم عبیدالله کلیمزی په دې اړه وايي:« زلمی وردګ په داسې وحشیانه توګه وژل شوی چې لومړی یې لاسونه او پښې تړلي او وروسته یې ستونی په کلکه زندۍ کړی دی.»

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر او د جنرال زلمي له خپلوان څخه ډاکټر فاروق وردګ هم څرګنده کړه:« مجرم، وژونکي او د دین او هېواد دښمنان څه ډول د داسې یو مظلوم، بې ګناه او د دین او وطن امانت دار په وژلو لاس پورې کوي.»

خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ښاغلي وردګ چلوونکی په دغې وژنه کې د لاس لرو په تور نیول شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي:« د مالوماتو له ترلاسه کولو وروسته او په چټکه ځانونه سیمې ته رسوي او ژونکي کسان له سیمې تښتي او څېړنې دوام لري.»

له دې سره جوخت، د جمعې په ورځ د کابل ښار د چهار قلعه په سیمه کې له یوه کوره د یوه ۱۵ کلن ځوان مړی کشف کېږي. چې د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دا هلک د پلار او مور له خوا یې په تېشه وژل شوی دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د دغه هلک مور د کورنیو چارو وزارت کارکوونکې وه او پلار یې د ټلوېزیون د جوړولو هټۍ لرله. دغه خاوند او مېرمې د خپل زوی له وژولو وروسته هغه یې د انګړ په یوه برخه کې خښ کړی وه.

د کابل د امینه قومندانۍ شمېرې ښيي چې په یوې وروستۍ میاشت کې ۱۵ وژنې او د نښلونکي ماین ۱۰ چاودنې په پلازمېنه کې شوي دي او د کابل امنیه قومندانۍ ۲۰۰ تنه یې کابل کې په بېلابېلو جرمونو کې د لاس لرو په تور نیولي دي.

پخوانی پوځي زلمی وردګ کابل کې وژل شوی

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی وايي چې تراوسه د دغې وژنې علت او انګېزه روښانه نه ده.

شریک یي کړئ