Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پروان کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان موټربم برید

د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر یوه کاروان موټربم برید شوی دی.

د پروان امنیه قومندان محمد محفوظ ولي زاده وايي چې په دغې پېښه کې د بهرنیو ځواکونو دوه ټانګونه ویجاړ شوي دي، خو دغې پېښې تلفات نه دي لرلي.

هغه وايي چې دا پېښه د جمعې په شپه د ۱۰:۳۰ دقیقو کې هغه مهال رامنځته شوه چې له چاودېدونکو توکو څخه ډک کرولا ډوله موټر د یوه بریدګر له خوا چې په ځان پورې یې هم بم تړلی و د بهرنیو ځواکونو دا کاروان یې په نښه کړ چې په دغه برید کې بهرنیو ځواکونو او ولسي وګړو ته تلفات نه دي رسېدلي.

ولي زاده زیاتوي چې په دغه برید کې د سیمې اوسېدونکو او هټۍ‎والو ته دروند مالي زیان رسېدلی دی.

د پرېکنده ملاتړ ماموریت د دغو ځواکونو پر وړاندې ځانمرګی برید مني خو وايي چې په دغه برید کې بهرنیو ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

اخوا طالبانو د دغې پېښې مسوولیت منلی دی.

د پروان امنیه قومندان محمد محفوظ ولي زاده وايي چې په دغه برید کې د سیمې اوسېدونکو او هټۍ‎والو ته دروند مالي زیان اوښتی دی.

شریک یي کړئ