پروان ولایت، په یوه کور کې له جګړو د پاتي شوي د ناچاوده توغندي چاودو له کبله یوه ښځه وژل شوې او اته ماشومان یې ټپیان دي.
د پروان امنیه قومندان، محمدمحفوظ ولیزاده (د وږي په ۳۱مه) وايي پېښه په چاریکارو ښار کې شوې ده.
ښاغلی زیاتوي پېښه داسې حال کې شوې چې د کورنۍ یوه ماشوم ناچاوده توغندی له ځانه سره کورته راوړی او په کور کې چوولی دی.
د پروان امنیه قومندان وايي د ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی او روغتون ته لیږدول شوي دي.
په همدې حال کې د پروان ولایتي روغتون رییس، عبدالقاسم سنګین وايي له پېښې یو مړی او لس ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
دی وايي په ټپیانو کې اووه ماشومان شامل دي.