Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پرېکنده ملاتړ ماموریت:هوايي بریدونه د طالبانو زړي له منځه وړي

پرېکنده ملاتړ ماموریت وايي چې تېره اوونۍ یې د هلمند په موسي کلا ولسوالۍ کې د توپخانه‎يي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو ۵۰ لوړپوړي استخباراتي او پوځي قومندان وژلي دي او همدارنګه د افغانستان په سوېل او لویدیځ کې د دغې ډلې اصلي طرحه کوونکي هم په نښه شوي دي.

د پرېکنده ملاتړ ماموریت ویاند مارټین اوډانل وايي چې په دغو بریدونو کې د هلمند تش په نوم والي مرستیال او په هرات، فراه، هلمند، ارزګان، کندهار او کندزو کې د دغې ډلې لوړپوړي قومندانان هم وژل شوي دي.

لومړنۍ څېړنې ښه يي چې په دغو طالب قومندانانو کې د کویټې شورا یو شمېر قومدانان هم شامل وو.

د پرېکنده ملاتړ ماموریت ویاند مارټین اوډانل په دې اړه څرګنده کړه:« زه د هغو قومندانانو له نومونو خبر نه یم خو هغوی د دې ډلې د استخباراتو پیاوړي قومندانان وو او په دې کې د هلمند، فراه، ارزوګان، کندهار او کندوز ولایت طالب قومندان هم وو.»

د پرېکنده ماموریت چارواکي وايي، دغه ډول بریدونه ډېر دقیق دي او په افغانستان کې د طالبانو اصلي ریښې او ځالې له منځه وړي.

د دې ماموریت د چارواکو په وینا دوی هڅه کوي چې طالبان د سولې خبرو ته اړباسي د پرېکنده ملاتړ ماموریت ویاند ټینګار کوي چې توغندويي بریدونه دې دوام پیدا کړي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت د امریکايي ځواکونو د دا ډول بریدونو له ترسره کولو هرکلی کوي او دا ډول بریدونه د ترهګرو د له‎منځه وړلو لپاره ډېر ارزښتناک بولي.

د افغانستان په سوېل کې د هلمند ولایت موسې کلا ولسوالۍ د طالبانو لپاره امن پټن ځای شمېرل کېږي  چې له دوه کلونو راهیسې د موسی کلا ولسوالۍ  دغې ډلې په ولکه کې ده.

طالبانو دغو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي دي چې یوازې په دې بریدونو کې پنځه ملکيان وژل شوي دي.

تېره اوونۍ پنجشنبه په فراه ولایت د طالبانو له برید وروسته بېرته د هلمند موسې کلا ولسوالۍ ته راوګرځېدل او په وروستیو پلانونو يې فکر کاوه، خو دوی بې خبره د امریکايي ځواکونو لخوا څارل شوي وو او په څلورو راکیټي بریدونو کې د طالبانو پنځوس قومندانان په نښه شول.

شریک یي کړئ