Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېرې ورځې برید ژغورل شوي د امنیتي بنسټونو د مشرانو استعفا غواړي

 د کابل ښار په لوېدیځ د دشت برچي په سیمه کې د موعود پر ښوونیز مرکز د تېرې ورځې ځانمرګي برید یوځل بیا د امنیتي بنسټونو کارايي تر پوښتنې لاندې راوسته.

ځينې هغه زده کوونکي چې له دغه برید څخه روغ رمټ راوتلي وايي چې د امنیتي بنسټونو مشران باید له خپلو دندو استعفا وکړي.

۱۸ کلنه معصومه چې تېره ورځ د برید په مهال په بل ټولګي کې وه په کلکه وېرېدلې ده او نور جرات نه کوي چې ښوونیزو مرکزونو ته ولاړه شي.

هغه وايي:«زه غواړم چې وپوښتم چې زموږ ځواب ویونکي څوک دي. د دغو ټولو ځوانانو چې له لاسه مو ورکړي ځواب څوک ورکوي؟»

په دې لړ کې هغه ځوانان چې تر درېیو میاشتو مخکې یې په دغه ځای کې زده کړه کوله د دې بنسټ ورانه بڼه ورته حیرانونکې ده.

یو له دغو ځوانانو علي وايي:«له دولته زما غوښتنه دا ده چې د دفاع، کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت رییس باید له خپلو مقامونو استعفا وکړي. تېره ورځ په لسګونه ځوانان شهیدان شول، سبا موږ هم شهیدان کېږو.»

زهره بله زده کوونکې ده چې د چهارشنبې له بریده روغ وتلی خو تراوسه یې هغه وېره په سترګو کې ده.

هغه زیاتوي:«هغه صحنه چې ټپیان یې لېږدول، نه شوم کولای هېر یې کړم. د ژوند تر ټولو خطرناکه او وحشتناکه شېبه وه.»

له بلخوا هغه کورنۍ چې په دشت برچي سیمه کې ژوند کوي وايي د خپلو بچیانو د برخلیک په اړه اندېښمن دي او وايي چې خپل اولادونه په وېرې سره له کوره بهر ته استوي.

فاطمه چې پېغله لور یې درس لولي وايي چې د تېرې ورځې برید هغه یې د هېواد د راتلونکي په اړه نهیلې کړې ده. خو د دې سربېره هڅه کوي چې لور یې لیک لوست وکړي.

هغه په ډاګه وايي:«خلکو دولت دومره بې غیرته دي چې معاش اخلي، خو ولې خپله دنده نه ترسره کوي؟ خدای شاهد دی چې څومره ځوانان شهیدان شوي دي.»

پر دغه ښوونیز مرکز په برید کې کابو ۴۸ تنه مړه او کابل ۷۰ تنه نور ټپيان دي. خو داسې شمېرې هم شته چې د وژل شویو شمېر څه باندې ۶۰ تنه ښيي.

شریک یي کړئ