Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر واده برید؛ ناوې او زوم: دې پېښې د تل لپاره له موږ خوښي واخیسته

کابل کې د واده پر مراسمو برید، په لسګونه کورنۍ د ویر په ټغر کېنول، ناوې او زوم وايي چې دغې پېښې د تل لپاره له هغوی خوښي واخیسته.

۲۶ کلن میرویس او ۱۸ کلنې رویینا غوښتل چې نوی ګډ ژوند سره پیل کړي، خو دغې پېښې هغوی د ویر په ټغر کېنول.

رویینا او زلمی اووه میاشتې کېدې چې کوژده یې کړې وه او خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره یې شېبې شمېرلې، خو ځانمرګي بریدګر ان پرې نه ښودل چې د نکاح دعا یې بشپړه ولوستل شي او په شنو جامو کې چې په وینو لړلې وې، د میرویس کور ته راغله.

د شنبې شپې پر لس نیمو بجو (د زمري په ۲۶مه) یوه ځانمرګي بریدګر ځان ته د کابل ښار د شپږمې حوزې په اړوند سیمې د شهر دوبۍ ودونو تالار کې د واده مراسم په نښه کړل. په دغې پېښه کې ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۸۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

میرویس وايي چې په میاشتو میاشتو یې د خپل واده لپاره پیسې غونډې کړې وې، خو وايي که‎چېرې پوهېده چې داسې پېښه رامنځته کېږي نو هېڅکله به یې دا مراسم نه وو جوړ کړي.

میرویس، شپږویشت کلن دی او خیاطي کوي.

میرویس وايي، میاشتې میاشتې یې تر نیمې شپې خیاطي کوله، څو وکولای شي چې د خپل واده د مراسمو لګښت پوره کړي.

د واده زلمی (زوم) میرویس وايي:«دوه ساعته و، زه خوشحاله راتلم، خو په هماغه دوه ساعتونو کې، زما ټول ژوند یې را خراب کړ - که یوه ورځ ژوند ولرو یا لس ورځې - په یوې شېبه کې خلاص شو؛ له چا سره مو دښمني نه‎لرله. زموږ ژوند یې را تباه کړ.»

میرویس زیاته کړه:«پښې مې سستي کوي چې ولاړ شم ووایم چې خاله یا ماما یا پلاره، زه دې زوی یم. وایم همدا اوس ما ټوټه ټوټه کړئ؛ څو زړه مو یخ شي، خو نه یخېږي، نه سړېږي.»

میرویس او رویینا اوه میاشتې سره ګوژدن وو.

دغه نوی زوم وايي چې هېڅکله یې ګومان نه کاوه چې د خپل ژوند د امېدونو د پوره کېدو په شپه به یې خپلوان ترې د تل لپاره جلا شي او دا خوښي به یې په تلپاتې غم بدل شي.

هغه زیاته کړه:«ما خپل بللی ورور، ملګري چې له ورور څخه هم نږدې وو له لاسه ورکړل، خپلوان مې له لاسه ورکړل؛ زه به هېڅکله په خپل ژوند کې خوشحالي ونه وینم. که‎څه هم هڅه وکړم، نه شوم کولای چې فکر مې بلخوا ته کړم.»

د میرویس خپلوان حکومت د خلکو د امنیت په تامین کې ناکام بولي او له امنیتي بنسټونو غواړي چې د خلکو د امنیت ټینګښت ته پاملرنه وکړي. 

د زوم ورور بصیر هم وايي:«یو ځل غږ پورته شو؛ کله چې مې ولیدل، هېڅوک (خپلوان او ملګري مې) نشته؛ هېڅ درک یې نشته؛ ټول مې داسې دي لکه وروڼه.»

د زوم ورور محمد عارف څرګنده کړه:«په سلو ستونزو سره مو له یوې او بلې خوا پيسې پور کړئ؛ څو دا معامله (واده) وکړو، خو هغوی یې هم له وینو سره یو کړ.»

رویینا نه پوهېږي چې د یو ورور په اړه یې هېڅ خبر نه شته، خو له غرمې وروسته یې پلار ته خبر رسېږي چې یوولس کلن زوی یې وژل شوی دی.

د ناوې پلاور غلام محمد، نن له غرمې وروسته خبر شو چې زوی یې هم وژل شوی.

د ناوې پلار غلام محمد وویل:«د ناوې پلار حکومت چېرته دی، کوم دی حکومت؟ دا حکومت دی؟ حکومت همداسې وي؟»

خو له دې ټولو سره سره میرویس او رویینا خپل ژوند پیل کړ او تمه ده چې همدې ژوند ته له یوې ترخې خاطرې سره چې د واده په شپه یې ولیده، دوام ورکړي.

د شنبې شپې پر لس نیمو بجو (د زمري په ۲۶مه) یوه ځانمرګي بریدګر ځان ته د کابل ښار د شپږمې حوزې په اړوند سیمې د شهر دوبۍ ودونو تالار کې د واده مراسمو کې چاودنه ورکړه.

شریک یي کړئ