Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ترکمنستان کې د ولسمشر غني او نوازشریف لیدنه

د پاکستان لومړي وزیر، نواز شریف او افغان ولسمشر اشرف غني د نړیوال لیږدرالیږد پایدار کنفرانس په ناسته کې لیدنه درلوده او پر بېلابېلو موضوعاتو یې سره خبرې کړې دي.

د پاکستان اکسپرس ټریبیون د خبر له مخې چې د پاکستان د پوځ مشر، راحیل شریف هم له اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله سره ټلفوني خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په برخه کې بیا خپلې هڅې کوي.

د راپورونو له مخې، روانې میاشتې کې په داسې حال کې دپلوماټیکې هڅې شوې دي چې د طالبانو درې کسیزه پلاوی د پاکستان پلازمېنې ته د سولې خبرو په موخه تلی دی.

په قطر کې د طالبانو یوه غړي ویلي دي:«د طالبانو قطر دفتر د سیاسي خبرو اترو لپاره ستراتیژیکې هڅې کوي.»

د نوازشریف له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نواز شریف او ښاغلي غني د سولې خبرو اترو کړنلارې په اړه خبرې کړې، او نوازشریف د سولې هڅو په برخه کې د افغانستان هڅو څخه درناوی کوی.

خبرپاڼه زیاتوي چې نواز شریف د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې له هوکړې ملاتړ کوي.

په دې لیدنه کې نواز شریف اشرف غني ته ویلي دي:«پاکستان به د سولې خبرو اترو آسانتیا لپاره خپلې هڅې روانې وساتي. لکه د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا ترمنځ د څلور اړخېزې ناستې سره.»

د پاکستان اکسپرس ټریبیون د خبر له مخې چې د پاکستان د پوځ مشر، راحیل شریف هم له اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله سره ټلفوني خبرې کړې دي. د پوځي ویاند، عاصم بجوا هم دا خبر تائید کړی.

مخکې له دې اجرائیه ریاست په خپله ټوېټر پاڼه کې هم د عبدالله او شریف ترمنځ د ټلفوني خبرو په اړه لیکلي وو.

د پاکستان اکسپرس ټریبیون وایي چې د پاکستان لومړي وزیر د افغانانو له خوا د سولې خبرې اترې د افغانستان د تلپاتې سولې لپاره یوازېنۍ لار بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه