Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په جوزجان کې د بهرنیو وګړو په ګډون ۲۶ تنه داعشیانو وژل شوي

د جوزجان ځايي چارواکو نن سې‎شنبې (مرغونې په ۱۲ مه) ویلي دي چې په دغه ولایت کې د افغان امنیتي او بهرنیو ځواکونو د ګډو هوايي بریدونو په پایله کې ۲۶ داعشیان وژل شوي دي.

دغه چارواکي زیاتوي چې دغه هوايي بریدونه د دوشنبې پر ماښام د دغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې هغه مهال ترسره شول چې داعش جنګیالي د علي خاني په کلي کې سره راغونډ شوي وو او د ګډو هوايي بریدونو موخه وګرځېدل.

د جوزجان امنیه قومندان فقیر محمد جوزجاني په دې اړه څرګنده کړه:«یو هوايي برید ترسره شو او داعش یوه ستره جرګه لرله او عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول او ۲۶ داعش جنګیالي د هغوی د مشهورو قومندانانو په ګډون وژل شوي دي.»

په دغه هوايي برید کې درې فرانسوي او څلور هم ازبیکي وګړي وژل شوي دي.

ښاغلي جوزجاني زیاته کړه:«د وژل شویو په منځ کې، اوه تنه بهرنیان چې درې تنه یې فرانسویان او څلور تنه یې ازبیکستاني دي هم وژل شوي دي.»

هغه زیاته کړه همدارنګه دوه ولسي وګړي هم په دغه برید کې وژل شوي دي.

د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ د دغه ولایت یوه له ناامنو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي او د شبرغان ښار لوېدیځ خوا ته په ۱۰۰ کیلومټرۍ کې پرته ولسوالۍ ده او داعش ډله تر ډېره په دغې ولسوالۍ کې فعالیت لري.

شریک یي کړئ