Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ننګرهار کې دولس جسدونه موندل شوي دي

ننګرهار ولایت کې سیمه‎ييزې سرچینې د دولسو تنو د مړو له موندلو خبر ورکوي.

د دې ولایت په کوټ ولسوالۍ کې قومي مشران وایي، دغه دولس کسان د داعش له لوري وژل شوي دي.

دوی زیاتوي، وژل شوي دولس کسان له څو میاشتو راهسې د داعش په بند کې وو.

که څه هم دغه دولس کسان څو میاشتې مخکې وژل شوي، خو جسدونه یې اوس موندل شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د دې کسانو جنازه به نن (دوشنبې د سلواغې۳۰مه) په ننګرهار ولایت کې ترسره شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د داعش ډله په ننګرهار ولایت کې خلک برمته کوي، تېر کال یې هم د پوهنې وزارت ۱۴ ښوونکي په کوټ ولسوالۍ کې برمته کړي وو.

تر کال د ننګرهار ولایت اوسېدونکو څرګنده کړې وه چې په اچین او پچیراګام ولسوالیو کې داعش ډلې یو شمېر کسان برمته کړي، دوی حکومت په بې‎پرېتوب تورنولو.

خو سیمه‎ييزو چارواکو د هڅو خبره کوله.

په ننګرهار کې دولس جسدونه موندل شوي دي

په ننګرهار ولایت کې سرچینې څرګندوي دا کسان څه موده مخکې وژل شوي او اوس یې مړي ترلاسه شوي دي. ټاکل شوې نن یې جنازه ترسره شي

شریک یي کړئ