Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په وردګو کې روغتیايي مرکزونه بېرته پرانیستل شول

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په میدان وردګو ولایت کې ۴۲ روغتیايي مرکزونو د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۲۸مه) بېرته پيل کړ.

دغه روغتیايي مرکزونه چې د سویډن کمېټې له خوا تمویلېږي، دوه ورځې مخکې، له هغې وروسته خپل فعالیتونه ودرول چې د سویډن کمېټې په وینا چې طالبانو پر هغوی فشار راوړ.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې دغه روغتیايي مرکزونه د قومي مشرانو او د روغتیايي شوراګانو په منځګړیتوب بېرته خپل فعالیتونه پيل کړل.

تېره ورځ، په افغانستان کې د سویډن کمېټې، په یوې خبري ناسته کې د دغو مرکزونو د بندېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له طالبانو او حکومت څخه یې وغوښتل چې له روغتیايي مرکزونو سره دې کار نه لري.

دغه بنسټ همدارنګه وايي چې طالبانو له هغې وروسته د دغو مرکزونو پر تړلو یې فشار راوړ کله چې تېره اوونۍ د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالۍ کې پر یوه مرکزي امنیتي ځواکونو برید وکړ او څلور تنه یې ووژل.

شریک یي کړئ