Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو پر بې پرې والي د عبدالله ټینګار

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله په ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو پر بې پرې والي ټینګار کوي.

ښاغلي عبدالله چې نن په اجراییه ریاست کې د پولیسو د همغږۍ د نړیوال پلاوي په غونډه کې وینا کوله، ګواښ وکړ که‎چېرې دولتي ځواکونه په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي او یا هم له کوم نوماند ملاتړ وکړي، دا کار د خلکو اعتماد د دغو ځواکونو په وړاندې کوم کړي.

دې غونډه کې اجراییه رییس وايي، د پولیسو لیکو کې فساد د دې ځواک ارزښت ته زیان رسولی او ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونه حق نه لري چې ټاکنو کې لاس‌وهنه وکړي.

اجراییه ريیس عبدالله عبدالله وویل:«کورنیو چارو وزیر، لوړپوړي مرستیال ته پر یوه ټکي ټینګار کوم. چې په دې برخه کې د پولیسو بې پرې والی او مسکلي چلند په لومړيتوب کې وي. ټاکنې تېرېږي، پایلې حاصلېږي، خو که‎چېرې امنیتي ځواکونه... دا ډول شهرت پيدا کړي چې دوی له یوه او یا نوماندانو پلوي کوي، دا به د پولیسو په وړاندې د خلکو د اعتماد نه جبران کېدونکی زیان وي.»

ښاغلی عبدالله په داسې حال کې په ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو پر بې پرې‎والي ټینګار کوي چې له دې مخکې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هغه او ولسمشر غني ته په ټاکنیزو منډو ترړو کې د دولتي امکانانو له استفادې اخطاریه ورکړې وه.

د ولسمشرۍ ټاکنو د دغو دوه نوماندانو ۱۶ سیالان هم هغوی په ټاکنیزو سیالیو کې د دولتي امکاناتو څخه په ناوړه استفادې تورن وي.

ولسمشرۍ ټاکنې به د روان لمریز کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي او د نوماندانو ټاکنیزې منډې ترړې هم تېره اوونۍ پیل شوې.

اجراییه رییس د خپلې وینا په بله برخه کې وویل چې په پولیسو کې د خیالي سرتېرو او فساد شتون، د امنیتي ځواکونو پر شهرت سیوری غوړوي. د ښاغلي عبدالله نغوته د سیګر رپوټ ته وه چې د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې یې د ۴۲ خیالي سرتېرو له مخې پرده پورته کړې ده. خو دفاع وزارت دغه رپوټ رد کړی دی.

د اجراییه ریاست په نننۍ غونده کې کابل کې د برېټانیا سفیر الیسون بلیک له امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ.

افغانستان کې د بریټانیا سفیرالیسون بلیک څرګنده کړه:«د پولیسو دنده ډېره مهمه ده، په ځانګړي ډول د ټاکنو پر مهال. موږ ته دا له اهمیت ډکه ده چې ټول امنیتي او د فاعي ځواک د نوماندانو، ګوندونو او د ټاکنو کارکوونکو د امنیت لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.»

په ورته وخت کې د کورنیو چارو نوماند وزیر له فساد سره د مبارزې د هڅو له ملاتړه او همدارنګه په ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو د بې پرې‎والي په اړه خبر ورکړ.

د کورنیو چارو سرپرست وزیرمسعود اندرابي څرګنده کړه:«له جرمونو سره د مبارزې او پلان شویو مجرمینو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته شوي دي او له دې سره خوا کې جرمونو ته د رسېدنې ریاست کې لا ښه والی راوستی، څو د عدلي چارو اړوند قضیو ته سمه رسېدنه وشي.

عبدالله عبدالله نشه‎یې توکو سره د مبارزې او همدا ډول په نشه‎یې توکو د روږدو په اړه وايي، افغانستان له یو ډېر ورانونکي ننګونې سره مخ دی چې له ناامنۍ او جګړې سره یې مرسته کړې ده.
 
شریک یي کړئ