Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پاکستان کې د افغان کډوالو د ورکړل شوي مهلت نه غځېدو احتمال

ډان نیوز نن چهارشنبې (د مرغومې په ۲۷ مه) رپوټ خپور کړی چې شونې ده د پاکستان حکومت له دغه هېواده د افغان ګډوالو د بهر کېدو مهلت ونه غځوي.

دغه چارواکي ویلي دي:«د روان زیږدیز کال د جنورۍ له ۳۱ وروسته نور به ونه غځول شي او هغوی (کډوال) اړ دي چې خپل هېواد ته ولاړ شي.»

په رپوټ کې همدارنګه راغلي دي چې د قبایلو وزارت په لومړنۍ طرحه کې، په پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو لپاره یو کلنه نوم لیکنه به ورکړي، خو ځينې سرچینې وايي چې د ملي امنیت کمېټې تصویب کړې وه چې افغانانو ته د مېشتېدو یو کال مهلت نه ورکول کېږي.

په همدې حال کې د دغه هېواد د پناه غوښتونکو د کمېټې رییس وویل چې اړوند چارواکي به د بېرته راستنېدو وړاندیزي طرحې له استولو مخکې فډرال کابینې ته د تصویب لپاره چمتو کېږي.

دم‎ګړۍ په پاکستان کې ۵،۲ مېلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې له دې ډلې ۰،۱ مېلیون تنه یې په ناقانونه توګه ژوند کوي.

شریک یي کړئ