Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پکتیا کې د شوي برید د شهیدانو شمېر ۴۱ تنو ته لوړ شو

د پکتیا پر امینه قومندانۍ د طالبانو په ډله‎ییز برید کې د د غه ولایت د امنیه قومندان په ګډون څه باندې ۲۰ تنه پولیس او څه باندې ۲۰ تنه ملکي کسان شهیدان او څه باندې ۱۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت لوړپوړی امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد، په یوې خبرې ناسته کې وویل چې د ټپيانو په منځ کې ۱۱۰ تنه یې ولسي وګړي دي.

هغه څرګنده کړه:«د ګردیز ۲۱ تنه پولیس په دغې پېښه شهیدان او ۴۸ تنه نور ټپيان شوي. دا رپوټ کره نه دی. ۲۰ تنه ملکیان شهیدان شوي او ۱۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.»

دا پېښه نن سې‎شنبې له غرمې مخکې پیل او کابو څلور ساعته یې دوام وکړ.

د طلوع نیوز خبریال تمیم حمید چې پکتیا ولایت ته تللی وايي چې په دغه برید کې ۱۲ بریدګرو لاس درلود چې له څو پوځي موټرو له هغې ډلې یو مازدا ډوله، سراچه، او د پولیسو یو رنجر او هاموې موټرو څخه کار اخیستی دی.

د هغه په وینا، د پکتیا امنیه قومندانۍ او همدارنګه د پولیسو د ۳۰۳ زون قومنداني د پېښې په سیمه کې موقعیت لري.

په همدې حال کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله د سې‎شبنې پر ماښام د ګردیز ښار ته ورسېد او طلوع نیوز ته یې وویل چې دا یو له سترو بریدونو دی چې تراوسه ترسره شوی دی.

هغه وویل چې په دغه چاودنه کې ۴ زره کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.

طالبانو نن له غرمې وړاندې د پکتیا پر امنیه قومندانۍ پېچلي بریدونه پيل کړل او د اوه بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې کابو ۴ ساعته دوام درلود.

دا دویم ځل دی چې د پکتیا ولایت امنیه قومندانۍ د داشان برید موخه ګرځي.

شریک یي کړئ