Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پکتیا ولایت کې د ښځينه ډاکټرانو کموالي خلک اندېښمن کړي

د پکتیا ځینې اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې د ښځينه ډاکټرو نشتون د دې لامل شوی ترڅو هغوی خپلې ښځينه روغانې د درملې لپاره ښار او یا هم نورو ګاونډیو ولایتونو ته ولېږدوي.

په دغه ولایت کې ښځينه ډاکټرې وايي چې د دولت مخالفو وسله‎والو ګواښ، د ناامنیو پراخوالی، سنتي چاپیریال او همدارنګه د کاري چاپيریال نامناسبوالی د دې لامل شوی ترڅو هغوی ونه کړای شي لیرې پرتو ولسوالیو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

 یوه له دغو ډاکټرانو نظیفه عزیري په دې اړه وویل:«بنسټيزې ستونزې ناامنۍظ، کم معاش او همدارنګه د ډاکترانو لپاره نامناسب کاري چاپیریال.»

بل پلو، د پکتیا د ولایتي شورا هم په ولسوالیو کې د ښخینه ډاکټرانو نشتوالی د اندېښنې وړ بولي.

د پکتیا د ولایتي شورا اغړي محمد رحمان قادري په دې اړه وویل:«ستونزه دا ده چې لاره لیرې ده او کله چې ناروغان روغتون ته ځي ډېری یې په لاره له منځه ځي؛ له دې امله دا ستونزه باید جدي وګڼل شي.»

د پکتیا د عامې روغتیا رییس هم دا ستونزه جدي بولي. 

د پکتیا د عامي ورغتیا رییس ولایت خان څرګنده کړه:«د دغه ولایت د ځاځیو په ګډون یوازې درې ولسوالیو کې ښځينه ډاکټران لرو خو په نورو برخو کې ښځينه ډاکټران نه لرو.»

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست شمېرې ښي، چې یوازې په ګردیز ښار کې ۱۰ ښځينه ډاکټرانې په کار بوختې دي، خو د دغه ولایت په ولسوالیو کې هېڅ ښځينه ډاکټره نشته.

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست وايي چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې ښځينه ډاکټرانې هېڅ نشته او د دغو سیمو اوسېدونکي له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

شریک یي کړئ