په پکتیا کې یوه کورنۍ ادعا کوي چې د کورنۍ شپږ تنه غړي یې د «کمپاین» ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.
دا کورنۍ چې د دغه ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکې ده، وايي چې په دغو عملیاتو کې د قوم مشر نعیم فاروقي چې د پکتیا ولایت د سولې کمېټې غړیتوب هم درلود له درې زامنو او دوه وروڼو سره وژل شوی دی.
محب الله صمیم وايي چې پلار، درې وروڼه او دوه ترونه یې په دغو عملیاتو کې وژل شوي دي.
هغه په دې اړه زیاته کړه:«لس بجې وې چې د کمپاین ځواکونه زموږ کور ته راننوتل او زموږ د کورنۍ پر شپږو غړو یې ډزې وکړې.»
د دغو وژل شویو له خپلوانو احسان الله وايي:«د شې راغلل، له امریکايي ځواکونو سره د مرستې لپاره کور ته راغلل او زموږ د خپلوانو شپږ غړي یې په ډزو سره ووژل.»
د زرمت یو تن اوسېدونکی ظاهر زرمتی هم څرګندوي:«ضربتي ځواکونه له خوست څخه زرمت ته راغلي او عملیات کوي. په یوې وروستۍ میاشت کې درې ځله شپني عملیات شوي دي چې په لومړي ځل کې کابو ۷ ولسي وګړي ووژل شول، په دویم ځل چې یوه اوونۍ مخکې وو ۸ تنه او په درېیم ځل چې تېره شپه وو ۶ ولسي وګړي ووژل شول.»
په ورته وخت کې د پکتیا د والي مرستیال عبدالوالي سهي په دغو عملیاتو کې د ولسي وګړو د وژل کېدو پخلی کوي او وايي چې دغه عملیات د ولایت مقام سره له همغږۍ پرته ترسره شوي دي.
هغه څرګنده کړه:«یقیناً چې دا کار جنایت دی. کهڅه دښمن هم وي په هغو عملیاتو کې چې ولسي وګړي وژل کېږي جرم دی او موږ ډېر خواشیني یوو چې دا ډول عملیات د ولایت مقام سره له همغږۍ پرته ترسره کېږي.»
د دغې کورنۍ غړي چې د قربانیانو مړي یې د ولایت ودانۍ مخکې ته راوړي ګواښ کوي کهچېرې د دغې پېښې عاملان ونه نیول شي هغوی به دا مړي خاورې ته ونه سپاري.