Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ځايي اوسېدونکي: د ننګرهار په روداتو کې ۱۷ملکي کسان وژل شوي

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د ۱۷ ملکي کسانو له وژل کېدو خبر ورکوي.

دوی زیاتوي، یاد شمېر ملکیان د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.

د روداتو ولسوالۍ د شهیدانو مېنې اوسېدونکي وايي، چې د سه شنبې د شپې ( د لړم پر لومړۍ نېټه) کابو دولس بجې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لوري په دغه سیمه کې پوځي عملیات ترسره شول چې د یوې کورنۍ د ۷ غړو په ګډون یې ۱۷ تنه ووژل شول.

د وژل شویو کسانو یو تن خپلوان، رڼا ګل وايي:«د شپې دولس بجې وې، غرهار جوړ شو، زه راووتم او وروسته مې د ډزو غږ واورید، غږ یې وکړ چې ډزې مه کوئ، موږ در وځو، خو په دروازه کې یې وویشتو.»

همداراز واحدالله هم زیاتوي:«په وژل شویو کې محصل هم شامل دی، یو یې دواخانه کې دی، ماشومان هم دي، دوی یې وژلي دي، بې ګناه یې وژلي دي، موږ له چا پوښتنه وکړو؟»

ځايي استوګن وايي، وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي چې پکې د یوې کورنۍ ۷ غړي هم شامل دي. همدا راز غوښتنه کېږي چې د دغو شپنیو عملیاتو عاملین دې د محاکمې مېز ته راکش کړل شي.

دا اوسېدونکي زیاتوي چې په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

مولوي جلال ابادی دیني عالم وايي:«حکومت ته وايم چې دا ستا بندنامي ده او زموږ بدنامي ده، چې تا ته خلک غلط مالومات درکړي، هغه جاسوس ونیسه په عام حضر کې یې اعدام کړه چې د خلکو هم قناعت حاصل شي. زموږ هم قناعت حاصل شي او بیا داسې کار تکرار نه شي.»

د روداتو اوسېدونکی، بارک الله څرګندوي:«پنځه کسان یې په یوه کور کې وژلي وو او یوه ښځه وه، او دوه کسان چې د کوټ وو او مېلمانه وو په بل کور کې وژلي وو. او څلور ماشومان او یو سپین ږیری، یوه ښځه او دوه ځوانان یې په بل کور کې ډېر په بې رحمۍ وژلي وو.»

د ننګرهار چارواکي هم په یاده سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لوري عملیات مني، خو د پېښې په تړاو یوازې د څېړنو یاده کوي.

د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی، وايي:«تېره شپه د ملی امنیت د ځانکړو ځواکونو له لوري شهیدمېنه کې نظامي عملیات شوي دي، دې عملیاتو تلفات هم لرل، پلاوی مو سیمې ته لېږلی دی چې پېښه جدي وڅېړي، وروسته به يې جزییات له خلکو سره شریک شي.»

دا لومړی ځل نه دی چې په ننګرهار کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په لړ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له کبله خلک شکایت کوي بلکې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوي چې غبرګونونه یې راپارولي دي.

مولوي جلال ابادی دیني عالم وايي:«حکومت ته وايم چې دا ستا بندنامي ده او زموږ بدنامي ده، چې تا ته خلک غلط مالومات درکړي، هغه جاسوس ونیسه په عام حضر کې یې اعدام کړه.»

شریک یي کړئ