Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: د وروستیو جګړو کډوال خپلو سیمو ته بېرته ستنېدلی شي

د کورنیو چارو وزارت وايي، د خاص ارزګان او د غزني په جاغوري او مالستان کې حالت نورمال شوی دی او د جګړو له امله بې ځایه شوي کډوال بېرته خپلو سیمو ته ستنېدلی شي. 

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي حکومت دې بې ځایه شویو کورنیو ته د بېرته تګ لپاره څه اندازه پیسې هم ورکړې دي. 

هغه وویل: «وضعیت هلته په نورمال ډول دی، د ارزګان، مالستان او جاغوري محترم اوسېدونکي کولی شي، بېرته خپلو سیمو ته لاړ شي ډاډه دې واوسي، لکه تاسې چې ولیدل د حکومت رهبري دوی ته د بېرته تګ لپاره یو څه اندازه پیسې هم ورکړې دي.»

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس په ارزګان او غزني کې د وروستیو جګړو له امله شاوخوا ۴زره کورنۍ بې ځایه شوې دي. 

له دې جګړو را لېږدېدلې نږدې شپېته کورنۍ د کابل ښار په یوه جومات کې ژوند کوي، دوی يې ډېری لا هم په سیمو کې پر نورمال وضعیت باوري نه دي. 

جمعه خان وايي: «اوضاع چندان ښه نه ده، ښوونځي هم ټول رخصت دي، ټول معلمین دلته دي.»

فرهاد پخپله سیمه کې د ښوونځي زده کوونکی و، هغه وايي: «دا جګړه چې وشوه خلک ترې را وتښتېدل، زه چې پخپله ښوونځي کې وم، مهال‌وېش مې درلود.»

یو مرسته کوونکی حاجي شاه ولي وايي: «له دېرشو تر څلوېښتو متر مربع ځای کې ۲۴۰ تنه ژوند کوي، دوه اوونۍ کېږي چې دلته اوسېږي، چې حتی کافي اکسیجن لا نه لري.»

ماشوم علي احمد وايي چې سیمه کې و، درسونه يې لوستل، خو چې دلته راغلی، ډېر ناروغېږي: «ازموینې مو نه دي ورکړې، خپل درسونه مو ویل، اوس چې دلته راغلي یو، تل مریضان یو، ډوډۍ سمه نه راته رسېږي.»

د جاغوري یو تن بل اوسېدونکی فیهم صادقي وايي د بېرته تګ لپاره هیڅ ضمانت نشته: «جاغوري کې اندېښنې ډېرې دي، د دې په خاطر چې د خلکو د بېرته تګ لپاره ضمانت نشته.»

شاوخوا میاشت وړاندې د ارزګان په خاص ارزګان او د غزني په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې جګړې زور واخیست چې له امله يې ګڼې کورنۍ سیمې پرېښودو ته اړ شوې.  
 
له دې جګړو را لېږدېدلې نږدې شپېته کورنۍ د کابل ښار په یوه جومات کې ژوند کوي، چې په سیمو کې پر نورمال وضعیت باوري نه دي. 

شریک یي کړئ