Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: طالبانو په سمنګانو ولایت کې کابو ۴۰ کسان تښتولي

د سمنګانو ولایت ځايي چارواکي وايي چې طالبانو کابو ۴۰ تنه مسافر او موټر چلوونکي د دغه ولایت د دره صوف پایان د خشک درې له کلي تښتولي دي.
د سمنګانو امنیه قومندانۍ ویاند محمدمنیر رحیمي وايي چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ له غرمې مخکې د۱۰ بجو په شاوخوا کې د دره صوف پایان ولسوالۍ په خشک درې کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاتوي طالبانو د دې لپاره چې چلوونکي د مالیې ورکړې ته اړ کړي په یرغمل نیولو یې لاس پورې کړی دی.
د ښاغلي رحیمي په وینا، د دغو کسانو د خلاصون لپاره هلې ځلې پیل شوې دي.
په دغې لاره تر ډېره باروړونکي موټر تګ را تګ کوي چې د دره صوف د ډبرو سکرو له کانونو سکاره د هېواد بازارونو ته لېږدوي او ویل کېږي چې نیول شوي کسان د مزارشریف په لور روان وو.
خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تېره اوونۍ هم طالبانو ۲۵ کسان چې د سرپل ولایت له بلخاب ولسوالۍ څخه د مزارشریف په لورې روان وو د دغه ولایت له کشندې ولسوالۍ کې تښتولي او تراوسه یې برخلیک مالوم نه دی. 

شریک یي کړئ