Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: غزني کې طالب اورپکي پاکستاني پېژاند کارټونه لري

په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې، د غزني ځينې برخې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختې نښتې شاهدې وې.

د دغه ولایت د ځايي چارواکو په وینا، په یوې دغو نښتو کې چې د شنبې‎ پر شپه د غزني ښار په اړوند سیمه اسفنده کې رامنځته شوې د ملي پوځ ځانګړي ځواکونه توانېدلي چې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واړوي.  

په غزني کې ځانګړي ځواکونه، د هغه طالب مړی چې په دغې نښته کې وژل شوی، خبریالانو ته ورښيي او وايي چې داسې سندونه ترلاسه شوي چې ښيي هغه پاکستانی دی.

د کمانډو ځواکونو د زون مرستیال محمد ناصر علي‌زی وايي:«موږ نور مړي را ونه لېږدول، یوازې همدا مو د دې لپاره چې پاکستانی افسر دی او تاسې کولای شي ولاړ شې او فلم ترې واخلئ، کارټ یې هم ووینئ چې پاکستاني افسران هم په دغو عملیاتو کې ګډون کوي.»

غزني کې له تېرو دوو میاشتو د افغان ځواکونو عملیات زیات شوي او تر خوا یې په دې عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ هم له ځان سره لري.

سیمه‌ییز چارواکي وايي، دې عملیاتو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو سربېره، د ملي اردو څلور سرتېري هم قرباني شوي او تر خوا یې ۲۰ ملکي کسانو هم ژوند بایلود.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وویل:«په ټول کې د وري میاشې تراوسه کابو پنځه سوه چاڼیز عملیات، کومانډويي ډسانټونه او هوايي عملیات د کورنیو او بهرنیو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.»

په ورته وخت کې د طالبانو یو ویاند غزني کې دوی ته د زیاتو تلفاتو اوښتو موضوع ردوي. 

په دې وروستیو کې د غزني د یو شمېر سیمو په اړه د نا امنۍ او تر خوا یې د طالبانو له‌خوا د ځینو لارو د بندېدو په اړه هم راپورونه ورکول کېدل.

کله کله طالبان د کابل ـ کندهار  پر لویه لاره هم ځینې ستونزې جوړوي او ان ډېری وخت د مساپرو موټر هم پلټي.

طالبانو د تېر کال په زمري میاشت کې، پر غزني ښار برید وکړ او د څو ورځو لپاره یې د هغه ځينې برخې په واک کې لرلې.

له هغې وروسته، د لړم په میاشت کې، طالب ډلې د دغه ولایت پر جاغوري او مالستان ولسوالیو برید وکړ او کابو لس ورځې له امنیتي ځواکونو سره په نښته شول.

د طالبانو د دغه برید په پایله کې، د دغو دوو ولسوالیو په سلګونه کورنۍ بې‎ځایه شوې او همدارنګه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله هم واوښته.

امنیتي ځواکونه وايي په غزني کې د وژل شویو طالب اورپکو له چېبونو داسې سندونه ترلاسه کړي چې ثابتوي هغه پاکستانی وګړی دی.

شریک یي کړئ