Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: په سویلي ولایتونو کې یرغلییز پوځي بریدونه پیل شوي دي

دهېواد په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان، جنرال عبدالحمید حمید وايي د روان زیږدیز کال د پیل سره يې په کندهار، زابل او ارزګان ولایتونو کې د دښمن پر وړاندې خپل یرغلییز بریدونه پيل کړي دي.

نوموړی وایي د بهرني ځواکونو د هوايي بریدونو تر څنګ افغان هوایي ځواکونو هم په خپلو بریدونو کې کابو سل طالب وسله‎وال وژلي دي.

ښاغلی حمید زیاتوي یوازې په میوند او شاه ولي کوټ ولسوالیو کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده یو شمېر سیمې د وسله‎والو له شتون نه پاکې شوې دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو سرپرست قومندان، جنرال عبدالحمید حمید وايي:«لوی پوځي عملیات چې په میوند ولسوالۍ کې ترسره شول او کابو درې دیرش کیلومتره سیمه د دولت له مخالفینو پاکه شوه او د دښمن درې د وسلو زېرمې تخریب شوې. لسګونه وسله وال ووژل شول. »

 د هېواد دا پوځي چارواکی وايي چې په زابل کندهار او ارزګان کې له طالبانو سره ګاونډي هېوادونه مرسته کوي.

 ښاغلی حمید زیاتوي:«حمتي له دوی (طالبانو) سره بهرنیان هم شته او په عملیاتو کې ورسره مرسته کوي. ځکه چې زموږ د ګاونډیو ګټې په خطر کې دي او دوی غواړي دا حالت افغانستان کې روان وساتي.»

په همدې حال کې د هېواد پوځيان وايي د تېر کال په پرتله سږ کال د جګړې په ډګرونو کې پیاوړي دي او په تېرو څو ورځو کې یې داسې سیمې له طالبانو نیولي دي چې په تېرو څوارلسو کلونو کې د دوی په واک کې وې.

د پوځي سرتېری، شفیع الله وايي:«په میوند، معروف او خاکریز ولسوالیو کې مو پوځي عملیات درلودل، ډېر بریالي وو، د دښمن زیرمې له منځه ولاړې او ډېر دښمنان ووژل شول او یو شمېر یې ټپيان او ونیول شول. زموږ عملیات ډېر بریالي وو.»

همداراز د پوځ بل سرتېری، سید کریم زیاتوي:«الحمدالله د دولت لخوا کوم څوک شهید او زخمي نه دي، او زموږ عملیات په بریالي توګه روان دي.»

د اتل قول اردو سرپرست قومندان وايي د تېرو دوو اوونیو په ترڅ کې چې یې په سویلي حوزه په ځانګړې توګه کندهار کې ۴۰۰کیلوګرامه چاودېدونکې توکي کشف کړي.

طالبانو په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

ښاغلی حمید وايي یوازې په میوند او شاه ولي کوټ ولسوالیو کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او یو شمېر سیمې د وسله‎والو له شتون نه پاکې شوې دي

شریک یي کړئ