یو چاودنې نن له غرمې وروسته د کابل ښار ولړزاوه.
رپوټونه رسوي چې دغه چاودنه د کابل د ۱۵ مې حوزې د وزیر محمد اکبر خان په څوارلسم سړک کې شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغې پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او کابو ۲۱ تنه نور ټپيان شوي دي.
یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې په دغې چاودنې ۷ تنه وژل شوي دي.
بلخوا د کورینو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش وايي چې په دغې برید کې د یوې ښځې په ګډون ۴ تنه وژل شوي او ۱۳ تنه ټپيان شوي چې په ټپيان کې هم یوه مېرمن شامله ده.
له دغې چاودنې وروسته، ژغورنګاډي (امبولانسونه) هم سیمې ته رارسېدلي دي.
د دغه برید پړه داعش ډلې منلې ده.