Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چخانسوري: شونې ده حکومت په لوی اختر کې اوربند اعلان کړي

مذاکرې ته د طالبانو له راکاږلو سره جوخت، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې شونې ده حکومت په لوی اختر کې یو ځل بیا د طالبانو په وړاندې اوربند اعلان کړي.

د ولسمشر ویاند محمدهارون چخانسوري چې د شنبې له غرمې وروسته (د چنګاښ په ۳۰ مه) په کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، چې دا اوربند به د لوی اختر په پار اعلان شي.

ښاغلی چخانسوري وايي چې د «دواړو خواوو» هم د حکومت او هم د طالبانو له خوا دغه اوربند ته لېوالتیا شته، او شونې ده چې دواړه لوري په لوی اختر کې اوربند وکړي.

هغه زیاته کړه:«اوربند د خلکو او د علماوو غوښتنه ده. په دواړو لوریو کې د اوربند لپاره لېوالتیا شته او شونې ده چې په لوی اختر کې اوربند اعلان شي.»

افغان حکومت کابو یوه نیمه میاشت مخکې هم د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو په وړاندې اوربند اعلان کړی وه؛ هغه حرکت چې د طالبانو له خوا هم ومنل شو او هغوی د اختر په درې ورځو کې له حکومت سره اوربند وکړ.

د ولسمشر ویاند زیاتوي چې د اوربند د اعلان د څرنګوالي په اړه یوازې د خلکو پرېکړه برخلیک ټاکونکې ده او په دې اړه به د افغانستان له نړیوالو همکارانو سره سلامشوره ونه شي.

هغه ټینګار کوي د سولې خبرې اترې چې اوربند یې لومړی ګام دی، باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.

ښاغلي چخانسوري په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د ډونلډ ټرمپ ادارې خپلو ډپيلوماټانو ته حکم کړی ترڅو له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو د پيل لپاره په هڅه کې وي.

خو ښاغلی چخانسوري وايي بهرني هېوادونه په ځانګړې توګه امریکا یوازې کولای شي چې د خبرو اترو لپاره اسانتیا رامنځته کړي. 

حکومت په داسې حال کې له طالبانو سره خبرو اترو ته هیله من دی چې اوس د هېواد په ځينو برخو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

شریک یي کړئ