Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین: افغانستان کې سوله هېڅ‎کله په دې اندازه نېږدې نه وه

د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ یي تاجکستان کې د دغه هېواد له ولسمشر، امام علي رحمان سره په لیدنه کې د افغانانو ترمنځ د سولې پراخو خبرو غوښتونکی شو.

نوموړي څرګنده کړې ده:«افغانستان کې له کلونو جګړې وروسته، په پایله کې سوله راتلونکې ده.»

ښاغلي یي چین او تاجکستان د افغانستان هغه دوه ګاونډي هېوادونه بولي چې د سولې په برخه کې ګډ دریځ لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په تړاو ویلي دي:«موږ هیله لرو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې د داسې معاملې لامل شي چې دې بهیر ته ګټور ووسي، هیله لرو چې نور اړخونه هم وتوانیږي د افغانستان د روان کړکېچ حل لارې په برخه کې مثبت رول ولوبوي.»

هغه د افغانستان د سولې بهیر په برخه کې د چین له مثبتې ونډې هم ډاډ ورکوي.

ښاغلي وانګ یي همداراز زیاته کړې ده چې چین هیڅکله هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او هېواد یې لېواله دی تر څو د افغانستان د سولې په بهیر کې اغېزمنه ونډه ولري او د دغه هېواد د بیا رغونې په برخه کې اړینې مرستې وکړي.

  د چین د بهرنیو چارو وزیرهیله د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پایلې ته هېله څرګنده کړې ده

شریک یي کړئ