Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ډنفورډ:د طالبانو د ماتولو لپاره بشپړ پلان په واک کې لرو

د امریکا دفاع وزیر او لوی درستیز د امریکا د ولسي جرګې د وسله‎ییزو(تسلیحاتي) خدمتونو د کمېټې په استعمایه غونډه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د طالبانو د ماتولو لپاره یې له بشپړ پلان څخه خبر ورکړ.

جنرال جوزف ډنفورډ وايي چې اوسنی جنګي فصل په پنځو وروستیو کلونو کې لومړنی فصل به وي چې د ناټو پرېکنده ملاتړ ماموریت، د افغان ځواکونو د جګړې د ملاتړ لپاره منظم پرورګرام لري.

دغه امریکایی جنرال د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې لوړه کچه، د همغږۍ نشتون، او د دغو ځواکونو په هوايي او استخباراتي ملاتړ کې نیمګړتیاوې د افغانستان په جګړه کې د نه بریا درې اصلي لاملونه یادوي.

هغه په دې اړه وویل:« هغه ستونزې او ننګونې چې په افغانستان کې یې لرو، په لومړي پړاو کې د افغان ځواکونو د پام وړ مرګ ژوبله، په دویم پړاو کې د دغه هېواد د پوځیانو او پولیسو او استخباراتي ارګانونو ترمنځ د همکاریو د کچې کموالی او درېیم په افغان ځواکونو کې د هوايي، استخباراتي او توپخانه یې وړتیاوو نشتون دی.»

ښاغلي ډنفورډ زیاته کړه:« اوسنی فصل به د جګړې فصل وي، موږ به د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه د پوره سرچینو یو پروګرام ولرو ترڅو دغه ځواکونه د هغه له مخې د ترهګرو پر ضد عملیات ترسره کړي. زه په دې باور یم چې اوس‎مهال د افغانستان د جګړې ستونزو ته پام کېږي، له تېر څخه زده کوو او بریا ته رسېږو.»

په همدې حال کې د امریکا دفاع وزیر او لوی درستیز په ظاهري ډول د افغانستان جګړې پر بریا باور لري.

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس په دې اړه څرګنده کړه:« په سوېلي اسیا او افغانستان کې د ولسمشر ټرامپ د تګلارې په اړه شکونه پر ډاډ او باور بدل شوي.»

له دې سره د امریکا د بهرنیو چارو نوماند وزیر مایک مپیو د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو په غونډه کې وویل امریکا په هغه دریځ کې نه دی چې له افغانستانه ووځي.

مایک پومپیو په دې اړه زیاته کړه:« په افغانستان کې د ولسمشر ټرامپ لار او ګامونه سم او مناسب دي. موږ تر هغه مهاله په افغانستان کې پاتې کېږو چې په دغه هېواد کې د واشنګټن پر وړاندې د ترهګرو ګواښونه د پام وړ کم شي.»

په همدې حال کې جنرال ډنفورډ د پاکستان له سیاسي او پوځي چارواکو سره د افغان او امریکايي چارواکو له خبرو اترو خبر ورکوي او زیاتوي چې د کابل او اسلام اباد د لانجو د پای ته رسېدو په موخه یو پروګرام د عملي کېدو په حال کې دی.

شریک یي کړئ