نن ماښام مهال کابل ښار کې د هوايي ډګر پر سړک د ودونو یو تالار کې، د چاودنې له امله شاوخوا ۵۰ تنه وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، پېښه د یو تن بریدګر له لوري شوي، چې له ځان سره لېږدونکي چاودېدونکو توکو ته يې په هوټل کې د ننه چاودنه ورکړې ده.
هغه وویل چې اورانوس د ودونو تالار کې د دیني علماوو له لوري د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میلاد په مناسبت غونډه نیول شوې وه او ډېری قربانیان يې هم دیني علماء دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح هم وايي، چې په پېښه کې وروستي جزییاتو کې ویلی شي چې پورته شمېر تلفات اوښتي دي.
هغه وویل ټپیان د پېښې سیمې ته نږدې روغتيايي مرکز شیخ زاید روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.