Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابلوف د سولې راتلونکې ناسته کې د ترکیې  ګډون ته هیله څرګندوي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف هیله څرګندوي چې ترکیه به په مسکو کې د سولې خبرو اترو په راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي.

په مسکو کې د افغان سیاستوالو او طالبانو استازو ترمنځ د سلواغې میاشتې په ۵ او ۶ مې نېټې ناسته ترسره شوه، په دې ناسته کې د افغان حکومت استازو ګډون نه وو کړی.

د انادوله د خبري آژانس د راپور له مخې، کابلو ویلي دي«ډېره به ښه وي چې که (ترکی) په مسکو کې د افغان سولې په تړاو راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي.»

کابلوف دا خبرې د افغان سولې لپاره د امریکامتحده ایالاتو ځانګړي استزي، زلمي خلیلزاد او د ترکيې د بهرنيو چارو د آسيا د څانګې مشر، رضا حکم تکین سره تر لیدنې وروسته کړې دي.

د روسیې ځانګړي استازي ویلي دي:«امریکا امتحه ایالاتو وړاندیز کړی چې د افغان سولې لپاره د مینې مساعدولو کې همکاري وکړ، او روسیې دې غوښتنې ته د مثبت ځواب ویلو په موخه چمتو ده.»

هغه زیاته کړې روسیه چمتو ده چې د القاعدې او داعش په وړاندې د مبارزې په برخه کې د امریکا سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې له ځانګړې استازي سره د کابلوف تر لیدنې وروسته، د امریکاځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد به خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي وو چې د سولې خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره د افغانانو د یوې ټول شموله او ملي ډلې جوړېدو په هکله هم له کابلوف سره خبرې کړې دي.

ده وړاندې لیکلي چې د سولې خبرو اترو پرمختګ لپاره باید افغانان د حکومت د استازو او نورو په ګډون یو ملي او جامع پلاوی جوړ کړی.

افغان حکومت مخکې له دې هم د سولې بهیر د خبرو پرمختګ لپاره یو پلاوی جوړی کړی وو، خو خلیلزاد ټینګار کوي چې د خبرو اترو لپاره باید یو ټول شموله او ملي پلاوی جوړ شي.

د روسیې ځانګړی استازی وايي روسیه چمتو ده چې د القاعدې او داعش په وړاندې د مبارزې په برخه کې د امریکا سره همکاري وکړي

شریک یي کړئ