Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل پوهنتون کې د داعش ډلې، یوه درې کسیزه ډلګۍ نیول شوې

د ملي امنیت عمومي ریاست نن یکشنبې (د چنګاښ په ۱۶مه) وايي چې د دغه بنسټ ځانګړو ځواکونو کابل کې د داعش ډلې یوه درې کسیزه ډله ونیوله.

دغه ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي په دغې ډله کې چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي یو استاد او دوه زده‎کړیالان شامل دي.

خبرپاڼه وړاندې کاږي چې دغو کسانو ځينې زده‎کړیالان د داعش ډلې د ملاتړ لپاره هڅول او  جذبول.

ملي امنیت وايي چې ځينو دغو نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې د کابل په لوېدیځ کې د میوند غېرنیونې پر کلپ، د اداري اصلاحاتو کمېسیون د کارکوونکو پر موټر او د حامد کرزي پر هوايي ډګر بریدونو کې لاس لرلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم د کابل پوهنتون دوه استادان له داعش ډلې سره د همکارۍ په تور د ملي امنیت لخوا نیول شوي دي.

ځينې سناټوران د دغو کسانو له نیول کېدو ملاتړ کوي او وايي هر هغه څوک چې ملي ګټو ته خطر متوجه کوي، باید بندي کړای شي.

ملي امنیت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې نیول شویو زده‎کړیالانو اعتراف کړی چې د کابل پوهنتون د استادانو ظاهر داعي، محمد معروف، مبشر مسلمیار او ابو عبیدالله متوکل له خوا داعش ډلې ملاتړ ته هڅول شوي او په ترهګریزو بریدونو کې ګډون کړی دی.

ملي امنیت وايي چې دغو کسانو د کابل په لوېدیځ کې د میوند غېرنیونې پر کلپ، د اداري اصلاحاتو کمېسیون د کارکوونکو پر موټر او د حامد کرزي پر هوايي ډګر بریدونو کې لاس لرلی دی. 

شریک یي کړئ