Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل ښاروالي ډيپلوماټیکي سیمې لا خوندي کوي

هغه ډيپلوماټيکي سیمې (شنه ساحه) چې اوس هم پکې د عامو وګړو تګ راتګ محدود کړل شوی دی، کابل ښاروالي وايي غواړي لا هم دا سیمې خوندي کړي. 

دا اقدام وروسته له هغه اخیستل کېږي چې عراق کې هم د بغداد ځايي چارواکو د شنې ساحې په نوم د ډيپلوماټیکې ساحې خوندیتوب په پلمه د عامو خلکو پر مخ سړکونه وتړل. 

کابل کې نن د دې پلان د اقدام د پيل ورځ وه، چې موټر چلوونکو او سپرلیو يې شکایتونه رسنیز کړل. 

دوی ګیله کوي چې دولت وړاندې تر دې چې ځينې سړکونه وتړي باید پر بدیلو لارو يې هم غور وکړي.

د اجمل په نوم یو تن د کابل ښار اوسېدونکی وايي: «کار لا له وړاندې خراب و، اوس چې دا خنډونه هم جوړېږي کار بېخې صفر ته ورسید.»

د شریف په نوم یو تن موټر چلوونکی وايي دولت باید پر بدیلو لارو غور وکړي: «که دولت هڅه کوي چې دا لارې وتړي، باید بدیلې لارې جوړې کړي.»

کابل ښاروالي وايي دوی پر بدیلو لارو کار کوي خو له څلورو تر شپږو میاشتو وخت به ونیسي. 

د کابل ښار سرپرست ښاروال عبدالله حبیب‌زی وايي: «موږ عملاً کار پیل کړی، له څلورو تر شپږو میاشتو وخت به ونیسي چې بدیلې لارې جوړېږي.»

هغه د ستونزو موجودیت رد نه کړه خو زیاته يې کړه، چې د ډيپلوماټیکو ساحو د خوندیتوب لپاره دا اقدام کوي. 

ښاغلی حبیب‌زی وايي: «طبیعي ده چې د واټونو تړل د خلکو لپاره یو لړ ستونزې را پیدا کوي، خو د دې انګېزه دا ده چې خينې ډيپلوماټیک دفترونه تر امنیتي ګواښونو لاندې دي، له همدې امله زموږ امنیتي همکارانو هوډ وکړو چې یو څو واټونه وتړي.»

د ښاروالۍ له دې اقدام سره په وزیر محمد اکبر خان، هوايي ډګر سړک او شیرپور کې ګڼه ګوڼه خورا زیاته شوې ده.
 
شریک یي کړئ