اروپايي ټولنه نن چهارشنبې په افغانستان کې (د زمري په ۱۷ مه) د موسمي بدلونونو، ګډو ننګونو او هغې ته د ځواب ویلو په اړه بحث ترسره کړ، د دې پروګرام برخوال په دې باور دي چې افغان حکومت د موسمي بدلون موضوع ته دومره پاملرنه نه کوي.
د اروپايي ټولنې سفیر وايي حکومت تر ډېره سولې او ټاکنو ته پام کوي نه موسمي بدلون ته.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایډون په دې اړه وویل:« د انتخاباتو په اړه بحثونه یو ښه فرصت دی او موږ غواړو په دې کار سره د خلکو ژوند بدل کړو، خو د خلکو ژوند به ترهغه په لازمه توګه بدل نهشي ترڅو چې موسمي بدلون ته جدي پاملرنه ونهشي.»
په دې ځای کې له حکومته غوښتل کېږي چې د موسمي بدلون د ستونزې په اړه بې پامي ونهکړي.
خوږه کاکړ په دې اړه څرګندوي:« یوې دایمي سولې ته د رسېدو لپاره موږ نهشو کولای یوازې له ترهګرۍ سره مبارزې ته پام وکړو، بلکې باید موسمي بدلونونو ته هم پام وکړو.»
خو د موسمي بدلونونو په وړاندې مبارزه کافي بودیجې ته اړتیا لري.
د چاپېریال ساتنې ادارې رییس شاه زمان میوندي هم په دې اړه څرګنده کړه:« د موسمي بدلون په اړه دوه پروژې بشپړې شوي دي او اړتیا ده چې له دغې ښکارندې سره د مبارزې لپاره تر ۲۰۳۰ کال پورې ۱۷.۴ مېلیارد ډالر ولګول شي.»
د ملګروملتو سازمان د شمېرو له مخې په اوسني وخت کې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې خلک له موسمي بدلونونو اغېزمن شوي چې موسمي بدلون په مستقیمه توګه د دوه مېلیونه افغانانو ژوند ګواښي.