کابل کې د اریانا افغان ترک لېسه نن (جمعه د چنګاښ په ۱۴مه) او د امنیتي ځواکونو له خوا تر شپږ ساعته کلابندۍ وروسته وتړ شوه.
د دغه ښوونځي له پنځو زیات ښوونکي او زدهکوونکي تر لسو بجو د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند وو.
وروسته، د اوبه شېندونکو موټرو په وسیله دا ښوونکي او زدهکوونکي له لېسې وایستل شول.
د اریانا افغان ترک ښوونځي ښوونکی محمد اصغر وویل:«نن زموږ پولیسو هم له قانون څخه پیروي ونه کړه! څو سیاستوالان چې په راس کې دي د هغوی له خبرو پيروي وکړه او پر زده کوونکو، ښوونکو او د زدهکوونکو پر والدینو اوبه وشیندلې.»
د ښوونکو او زدهکوونکو له ایستل کېدو وروسته، دا لېسه وتړل شوه.
د دغې لېسې بل ښوونکی شفیع الله هم وايي:«په هاموې ټانګ سره یې زموږ د ښوونځي دروازه پرانیسته؛ ښوونځي ته ننوتل او ډېر په بې رحمۍ سره زموږ ښوونځی یې ونیو.»
خو د کابل پولیس وايي، په سولهییز ډول یې دا لېسه تړلې ده.
پوهنې وزارت وايي، چې د جمعې په ورځ د لسو افغان ترک ښوونځیو مدیریت د ترکیې د پوهنې بنسټ ته ولېږدول شو.
د پوهنې وزارت ویانده وايي، درې تر څلور تنه د دې لېږد سره مخالف وو، خو وروسته قناعت ورکړل شو.
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي:«درې څلور تنه وو چې غوښتل یې په پروسه کې ستونزه رامنځته کړي چې له نېکه مرغه هغوی سره خبرې وشوې او له خبرو وروسته هغوی ته قناعت ورکړل شو او دم ګړۍ پروسه بشپړه شوه.»
له دې وړاندې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د افغان ترک ښوونځیو مدیریت د ترکیې د پوهنې بنسټ ته لېږدول شوی او ان په ځینو ولایتونو دا لېږد تاوتریخوالی هم تر شا درلود.
په ترکیه کې له ناکامې کودتا وروسته، دغه هېواد له افغان حکومت څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځيو مدیریت د ترکیې د پوهنې وزارت ته وسپارل شي؛ ځکه چې د ترکیې حکومت ادعا کوي چې د دغو ښوونځيو مشري د فتح الله ګولن هغه کس چې د ترکیې ناکامه کودتا یې پلان کړې وه کېږي.
پر همدې بنسټ د ۱۳۹۶ کال په کب میاشت کې د افغانستان د پوهنې وزارت د دغو ښوونځیو مشري د ترکیې پوهنې وزارت ته وسپارله.
له هغه مهاله تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان ترک ښوونځي د ترکیې پوهنې وزارت ته سپارل شوي چې دا کار د دغو ښوونځيو له ښوونکو او زده کوونکو له مخالفتونونو او غبرګونونو سره مخامخ شول.