Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د بریتانیې سفارت په وړاندې د سوله غوښتونکو پرلت

د سوله غوښتنې ولسي خوځښت غړي، کابل کې د ایران سفارت په وړاندې له درې ورځې پرلت وروسته، نن له غرمې وروسته (د زمري په ۵مه) دا ځای پرېښود او د بریټانیا سفارت په وړاندې د پرلت لپاره ولاړل.

هغوی د ایران سفارت په وړاندې د خپل پرلت په وروستۍ ورځ، په یوه لیک کې د دغه هېواد له خلکو غوښتي چې د هغوی په وینا، د افغان حکومت په چارو کې د ایران د لاسوهنې مخنیوی وکړي.

د دغه خوځښت غړي ادعا کوي چې د ایران حکومت په افغانستان کې جنګي ډلو ته جنګي تجهیزات برابروي، او په افغانستان کې افراطیت ته لمن وهي هغه تورنه چې ایران له دې وړاندې رد کړي دي.

دغو سوله غوښتونکو له دې مخکې په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر، د امریکا، روسیې او پاکستان سفارتونو په وړاندې پرلت کړی وه.

هغوی د هر یوه دغو دفترونو او بنسټونو په وړاندې د پرلت په پای کې، په یوه لیک کې خپلې غوښتنې مطرحه کړې دي.

 له دې ډلې، په کابل کې د روسیې سفارت ویلي وو چې د ملګري له هېڅ مخالفې ډلې سره به مرسته ونه کړي او همدارنګه له دغو ډلو سره به خپلې اړیکې له منځه یوسي.

روسیه په ځلو د افغانستان او امریکا د حکومتي چارواکو له خوا د طالبانو په تمویل او تجهیز تورنه شوې ده. خو روسیې تل دا تورونه رد کړي دي.

ټاکل شوې ده چې سوله غوښتونکي د څو ورځو لپاره د بریټانیې سفارت په وړاندې پاتې شي او له هغې وروسته په کابل کې د نورو سفارتونو په وړاندې به اعتراض وکړي.

د دغو سوله غوښتونکو په وینا، له کابل وروسته به هغوی د بلخ په لور ولاړ شي او خپل اعتراضونه به په هغه ولایت کې مخته یوسي.

شریک یي کړئ