Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د هېواد وروستیو ناامنیو په غبرګون کې لاریون

د کابل یو شمېر اوسېدونکو نن(دوشنبې لړم په ۲۱مه نېټه) هېواد کې د وروستیو نا امنیو په غبرګون او همداراز د روان حالت په اړه د چارواکو بې‎پريتوب په اړه لاریون کړی.

دوی وایي، حکومت د هېواد د مرکزي برخو په ځانګړي توګه د خاص ارزګان، مالستان او جاغوري په وړاندې بې پروا دی او دوی د حکومت د دغه کار په غبرګون کې لاریون کړی دی.

لاریون کوونکي شپه مهال د کابل له لویدیځې برخې د ولسمشرۍ ماڼۍ په لورې پلي راوخوځېدل.

دغه خوځښت چې د تیرې شپې په لسو بجو کې د یو شمېر ځوانانو له لورې پیل شوی، ورو په ورو یې شمېر سلګونو کسانو ته رسیدلی دی.

لاریون کوونکي چې د ارګ مخې ته رسیدلي وایي، غواړي د شعارونو په ورکولو سره خپل غږ تر ولسمشرۍ ماڼۍ ورسوي.

اعتراض کوونکي وایي، د کابل د ګارنیزیون قومندان جنرال مراد علي مراد هڅه وکړه چې د دوی مخه ونیسي او له لاریون کوونکو وغوښتل چې له دولتي چارواکو سره د خبرو په پار خپل مشران وټاکي، خو اعتراض کوونکو د ښاغلي مراد دا غوښتنه نه ده منلې او خپل اعتراض ته یې دوام ورکړی دی.

لاریون کوونکي چې شېبه په شېبه شمېر یې زیاتېږي، د ارزګان او غزني ولایتونو لپاره د امنیت شعارونه ورکوي.

دا اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې په خاص ارزګان کې د نښتو له کبله د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي بې ځایه شول او د مالستان او جاغوري ولسوالیو ته پناه شول، خو اوس دا دوه ولسوالۍ هم د طالبانو په محاصره کې دي او د دې ولسوالیو وضعیت ښه نه دی.

که څه هم حکومت په ځلونو ویلي، دغو ولسوالیو ته تازه دمي سرتیري رسیدلي خو د مالستان او جاغوري له ولسوالیو نه راپورونه وایي چې د دغو ولسوالیو وضعیت ښه نه دی.

له جاغوري ولسوالي نه په رسیدلو راپورنو کې ویل شوي چې په دې ولسوالۍ کې د کماندو په لسګونه سرتیري په وروستیو لسو ورځو کې وژل شوي او دا ولسوالۍ د طالبانو په محاصره کې ده.

لاریون کوونکي چې د ارګ مخې ته رسیدلي وایي، غواړي د شعارونو په ورکولو سره خپل غږ تر ولسمشرۍ ماڼۍ ورسوي

شریک یي کړئ