د ملي امنیت لوی ریاست د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د دې ریاست کارکوونکو په کابل کې د یوه ځانمرګي برید مخنیوی کړی دی او ځانمرګی بریدګر یې له برید څخه مخکې نیولی دی.
بریدګر غوښتل چې په کابل ښار کې ځانمرګی برید ترسره کړي.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې نیول شوی کس عجب ګل نومیږي چې مستعار نوم یې عبدالله وه او د عبدالرحمن زور دی.
خبرپانه وړاندې وايي چې د ملي امنیت ریاست ځواکونو ځانمرګی بریدګر د کابل دهسبز ولسوالۍ څخه نیولی دی.
بریدګر په خپل اعتراف کې ویلي دي چې په میرانشاه کې ورته روزنه د یوې میاشتې په موده کې روزنه ورکړل شوې ده.