Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'کابل کې د واده پر مراسمو د برید د وژل شویو شمېر ۸۱ تنه دی'

د کابل په لوېدیځ کې د شهر دوبۍ د ودونو هوټل په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو خپلوان د دغې پېښې د وژل شویو کسانو شمېر څه باندې اتیا تنه ګڼي.

د دغو وژل شویو کسانو کورنۍ وايي هغه نوملړ چې دوی یې د وژل شویو کسانو څخه لري، یوازې د ناوې او زوم خپلوان او ګاونډیان جوړي.

د دغو کورنیو په وینا هغه کسان چې له نورو ځایونو دغه واده ته رابلل شوي وو او یا هم په خپل سره واده ته راغلي وو هم وژل شوي او د دغو وژل شویو کسانو سربېره، د وژل شویو کسانو شمېر له اتیا تنو اوړي. 

له دې مخکې کورنیو چارو وزارت د وژل شویو کسانو شمېر ۶۳ او د عامې روغتیا وزارت بیا ۷۰ تنه بللی وو.

د کابل لوېدیځ کې د شهر دوبۍ د ودونو په هوټل کې له مرګونې چاودنې درې ورځې وروسته د یوولسو وژل شویو کسانو د فاتحې مراسم په یو جومات کې ترسره شول.

د وژل شوي عباس پلار کاظم وویل:«موږ د حکومت له مشرانو یوازې یو څه غواړو تر هغې چې د هېواد واک یې په لاس کې دی، له دې وروسته کله چې داعش او طالب نیسي، ازاد نه کړي.»

دغه کورنۍ له موږ سره یو نوملړ شریکوي چې له مخې یې د ناوې او زوم له خپلوانو، ګاونډیو او دوستانو څخه ۸۱ تنه وژل شوي دي.

له دې ډلې ۲۳ تنه د قلعه‎چې، ۲۵ د دوغ اباد، ۱۳ د دهمزنګ او شل تنه هم د کابل د لوېدیځ د بهادرخان سیمې اوسېدونکي وو.

د یوه وژل شوي کس د کورنۍ غړی زمری رسولي په دې اړه څرګنده کړه:«حکومت چې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۳ تنه اعلان کړی دی، تاسې وګورئ چې ۲۳ تنه د همدغې سیمې اوسېدونکي وژل شوي دي، ۲۵ تنه له دوغ اباد څخه، ۱۳ تنه دهمزنګ او ۲۰ تنه هم د بهادرخان سیمې دي. موږ له همدې سیمې حکومت ته اتیا تنه ورکوو. حکومت تل خلکو ته دا ډول دروغ ویلي، خو هېڅکله یې نه دي ویلي چې امنیتي کمزورتیا لرو.»

له بلخوا د عامې روغتیا وزارت د بیړنیو مرستو ادارې د شمېرو له مخې یوازې د چاودنې په ورځ په دغه هوټل کې ۷۰ تنه وژل شوي خو د کورنیو چارو وزارت آن له چاودنې یوه ورځ وروسته د وژل شویو شمېر ۶۳ تنه اعلان کړ.

د ادریس په نوم زده کوونکي پلار نورآغا وویل:«د نرینه‎وو په تالار کې چې موږ ناست وو څه باندې پنځه سوه او شپږسوه تنه ناست وو شونې ده چې پنځوس تر سلو تنه په نکاح خونه کې وو او یو شل تنه نور بهر نور ټول په تالار کې وو.»

د دې مرکز د شمېرو له مخې په وژل شویو کې اته زده کونکي، دوه محصلین، یو د ملي اردو یو افسر او دوه سندر غاړي شامل دي.

یو زده کوونکی د حبیبيې لېسې ممتاز شاګرد و چې کورنۍ یې د فاتحې مراسم ورته برابر کړي دي.

د ادریس په نوم زده کوونکي مور فخریه وايي:«زوم زما د مشر زوی نږدې ملګری وو، موږ ټول د زامنو، لېوره په ګډون مې ټول تللي وو. موږ نه پوهېدو چې دا پېښه رامنځته کېږي او زما مشر زوی له ما اخلي.»

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي ادارې د پيښو د تلفاتو په اړه سمې شمېرې نه ورکوي، دا کار تل د هېوادوالو له نیوکو سره مخامخ شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه